سورغر ورځپاڼه
English 
د ژبې بدلول

سورغر آر ايس ايس

 

 

آر ايس ايس څه شي دى؟

 

آر ايس ايس د ويب پاڼو څخه د وروستيو معلوماتو د ترلاسه کولو يو ډېر ساده او اسانه سيسټم دى چې تاسو ته د وروستيو خبرونو او نورو ورته فيچرونو په ليدلو او تر لاسو کولو کې پوره مرسته کوي. آر يس ايس يو ډول سافټ وېر دى چې د يوې انټرنيټي ويب پاڼې څخه معلومات تاسو ته شخصاً رسوي.

دا چې تاسې ډېر ستړي شوي نه ياست، تاسي په اسانۍسره کولاى سى د آر ايس ايس څخه په ګټه اخيستلو د خپلي خوښي انټرنيټي پاڼې څخه د خپلې خوښې مطالب تر لاسه کړئ.

 

د آر ايس ايس د استعمال طريقه

 

آر ايس ايس ريډر هغه سافټ وېر دى چې د (XML (extensible Markup Languages د را ډاونلوډولو وروسته تاسو د آر ايس ايس فيډ په نامه يو کوډ در کوي. XML ستاسي د خوښي ويب پاڼې د وروسيتو او تازه معلوماتو، انځورنو، ويډيو ګانو او دې ورته نورې برخې چې تاسو ټاکلې وي، در رسوي.

آر ايس ايس فيډ هغه سافټ وېر دى چې د بيلا بيلو برخو څخه په يوه مرکزي نقطه کې ستاسو ټاکل شوي مطالب را ټولوي او تاسو ته د هغو د څخه ستاسو د خوښي سر ليکونه او معلوماتو د ټاکلو زمينه برابروي.

آر ايس ايس په اتوامات ډول اپډيټېږي او ټول وروستي معلومات ښکاره کوي. دا په دې معنا چې تاسو د هغو ټولو ويب پاڼو،چې آر ايس ايس ريډر مو پکښي جوړ کړى وي، ټول وروستي عنوانونه بيله دې چې هرې ويپ پاڼې ته بيل بيل ورشى، کتلاى شى.

 


د آر ايس ايس د فيډ د استعمال طريقه

 

اسانه کار دى. په هر ويب سايټ کې چې تاسو غواړ‌ئ آر ايس ايس جوړ کړئ، نو يوه ژړه علامه پيداکړئ او د خپلې خوښي برخه کې آر ايس ايس فيډ جوړ کړئ.

د هغه وروسته لاندي دوې طريقې تر سره کړئ.
• لومړى: پر هغه ژړې علامې باندي کليک وکړئ، او هغه د موس د بټن په نيولو سره خپل آر ايس ايس ريډر ته ور وا چوئ. د دې کار په کولو سره به هره هغه برخه چې تاسو علامه پر اچوئ، ثبت شي.
• دويمه طريقه: پر ژړې علامې باندي کليک وکړئ او تر هغه لاندي يوه لگو را څرگنديږي. د هغه لگو URL کافي کړئ او د آر ايس ايس فيډ د add feed په برخه کې يې پيسټ کړئ.

 

آر ايس ايس فيډ څو واره اپډيټږي؟

 

آر ايس ايس فيډ د ورځې په جيريان کې اپډېټېږي. که چيري تاسي په surgar.net کې آر ايس ايس فيډ جوړ کړئ، نو د وروځي په جيريان کې چې هغه ويب پاڼې کې هر څو واري نوي او وروستي خپرونې پريږي، ستاسو په آر ايس ايس فيډ کې به ښودل کيږي.

 


آر ايس ايس ريډر چيري تر لاس کيږي؟

 

آر ايس ايس عموماً موفت وي او په ډېره اسانۍ سره د انټرنيټ څخه ډاونلوډيږي. لاندي د مشهورو فيډ ريډرز بيلګې دي.

 

Browsers

 

Mozilla

Safari

 

Rss News

 

ستاسو په فکر، د کرزي په مشرۍ حکومت به وکولاى شي چې د افغانستان جگړه ختمه او سولې ته لار هواره کړي؟


اعلانات