2010-09-10 , خپرونکی محمد سلطان شریفی
د افغانستان د کرکټ بورډ تخنکي مسؤلینو په رارونې شل اوریزې سیالۍ کې ګډونکونکو لوبډلو ته د معیاري لوبې تر سره کولو لپاره د قوانینو مجموعه اعلان کړه. کرکټ بورډ د شل اوریزې سیالۍ د معباري کولو او ښه تر سره کولو لپاره په ټولو برخو کې قوانین وضعه کړي چې مخکې له دې د افغانستان کرکټ بورډ کوم ډول قوانین نه لرل. له دې وروسته به هر څه د قوانیو په رڼا کې تر سره کیږي.
په ولایتي شل اوریزه سیالۍ کې د ګډونکو لوبډلو لپاره اصول او قوانین:
· د ټولو ګډون كونكو ۲۴ لوبډلو شميره به د يوه ډرا (انځور) له مخې په ۸ مختلفو ټيمونو ويشل كيږي. لوبډلې به په ځنځيري بڼه لوبې كوي. د بيلګې په توګه، له يوه ګروپ څخه د ددو لوبډلو ترمنځ لوبه.
· هره ورځ به په يوه ميدان كې دوه لوبې ترسره كيږي، لومړنۍ لوبه به سهر لوبيږي او دوهمه به له غرمې وروسته.
· ټول ولايتي مامورين او نمايندګان بايد دا په پام كې ونيسي چې د لوبو پر مهال به ټول نړيوال قوانين پلي كيږي.
· د شل اوريزو سياليو په ترڅ كې به په منځنۍ دايره كې سيمه ايز قيودات تر ۶ اورونو پورې وي.
· توپ اچونكو د ولايتي شل اوريزو لوبو په لړ كې په اعظمي توګه تر څلورو اورونو پورې توپ اچولاى شي.
· په هغه صورت كې چې ټيمونه برابرې نمبرې تر لاسه كړي نو د راتلونكي دورې تناسب معلومولو لپاره به د منډو كچه په پام كې نيول كيږي.
· د داسې باران په صورت كې چې لوبه د ورځې په لړ كې نه شي سرته رسيدلى، نتيجه به د هيټ د ويكټ رول په مطابق ښودل كيږي. كه چيرې د پيچ حالت سم وي نو په هغه صورت كې به د سوپر اور اصول پلي كيږي، او كه چيرې له مونږ سره دوه ساعته وخت موجود وي نو بيا به مونږ لوبه د ۱۱ او يا ۱۲ اورونو په موخه پيل كړو.
· لوبه بايد د سهار په ۸ بجو پيل شي.
· د لوبډلې كپتان او لوبغاړي بايد د لوبې له پيل څخه لږ تر لږه نيم ساعت د مخه د لوبې له ميدان څخه راپور وركړي.
· لوبغاړى بايد په يوه منظم لباس كې لوبه ولوبوي. د كورني كركټ كميټه به د لوبو لپاره حاكم ټاكي چې نوموړى حاكم به د لوبې يوازينى فيصله كونكي وي.
· ټولې لوبې به د كورني كركټ كميټې په واسطه ټاكل شوې نيټې، ځاى او وخت سره سمې تر سره كيږي. كه چيرې د نوموړې كميټې لخوا د نيټې او ځاى په هكله هر ډول بدلونونه وضع شول د لوبډلو لخوا به د منلو وړ وي.
· د پچه اچونې دمخه بايد لوبډله حاكم ته د لوبډلې نومونه سره د دولسم كس نوم په ليكلې بڼه وسپاري.
· لوبه بايد د افغانستان كركټ بورډ له ټاكل شويو قوانينو سره سمه ولوبيږي.
· د كورني كركټ كميټې تخنيكي مقام ددې حق ځانته محفوظ ګڼي څو په اړين وخت كې وضع شوي اصول او قوانين وڅيړي او بدلون په كې راولي.
· ټولې ولايتي لوبډلې به له ځانونو سره خپل د كركټ وسيلې راوړي، توپ او بيټونه به د افغانستان كركټ بورډ لخوا وركول كيږي.
· كه چيرې د لوبې پيل د كوم دليل له مخې وځنډيږي، د لوبې لپاره د موجود وخت له مخې به له دواړو لوبډلو څخه د اورونو شميره كميږي.
· كه چيرې د كورني كركټ كميټې د كوم لوبغاړي په هكله د منفي چلند شكايت ترلاسه كړ، نوموړې كميټه ددې بشپړ حق لري څو څيړنې وكړي او يا داسې اصولي ګام پورته كړي چې د لوبډلې او يا لوبغاړي له حالت سره برابروالى ولري.
د لوبې په لړ كې به هيڅ ډول شكايت د لوبې پريښودلو او ځنډ په هكله د منلو وړ نه دى. د شكايت په صورت كې د لوبډلې كپتان او يا مدير كولاى شي له منطقي دلايلو سره سم ليكلې شكايت پاڼه د لوبې له ختميدو څخه يو ساعت وروسته چمتو كړي. هر هغه شكايت چې د لوبې په لړ كې د لوبې د ختميدو دمخه وړاندې شي د منلو وړ نه دى.
نورو معلوماتو لپاره په دې شمېره له موږ سره اړیکې ټینګې کړئ: ۰۰۹۳۷۸۹۰۶۷۷۲۹