سورغر ورځپاڼه
English 
د ژبې بدلول

افغان لوبغاړو د سويلي اسيا په سياليو کې د سرو زرو دوه نورمډالونه وګټل

2010-02-08 , خپرونکی Mohammad  Soltan Sharifi

 

 

 

افغان لوبغاړو د سوېلي اسيا هېوادونو په سياليو کې د تکواندو ، او پهلوانۍ په ډګر کې د سرو زرو دوه مډالونه ترلاسه کړل .

 

د المپيک د ملي کمېټې د خپرونو مدير عارف پيمان د سلواغې په ١٨ مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د تکواندو په سياليو کې افغان  لوبغاړي سيد مسعود هاشمي د ٧٤ کيلو ګرامو دوزن په سيالۍ کې دسروزرو مډال وګاټه .

 

دغه راز هغه زياته کړه چې  د پهلوانۍ د ٦٠ کيلو ګرامو سياليو کې عبدالکريم واحدي خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره د سرو زرو مډال خپل کړ .

 

د پيمان د څرګندونو له مخې ،  افغان لوبغاړو نور احمد احمدي په پهلوانۍ کې د نقرې او سيد خالد هاشمي او عباس حسيني د تکواندو په سياليو کې د برونز مډالو ترلاسه کړل ‌.

 

 د نوموړي د معلوماتو له مخې، تردې مهاله ،افغان لوبغاړو په پهلوانۍ،  باسکټبال او تېکواندو کې د سرو زرو پنځه مډالونه، په ووشو، پهلوانۍ او تېکواندو کې د نقرې شپږ مډالونه ترلاسه کړي دي .

 

د المپيک د ملي کمېټې د خپرونو مدير وايي چې په وزن پورته کولو، ووشو، جوډو، پهلوانۍ او تکواندو کې افغان لوبغادو تراوسه ١٠ د برونز مډالونه خپل کړي دي.

 

 

عارف پيمان هيله څرګنده کړه چې افغان لوبغاړي به په فوټبال او تېکواندو کې د سرو زرو نور مډالونه هم ترلاسه کړي .

 

د سويلي اسيا په سياليو ( سيف ګيمز) کې تر اوسه هندوستان د ٦٧ نقرې په ګډون په ټوليز ډول ١٢٩ مډالونه ترلاسه کړي او په لومړي مقام کې قرار لري .

 

پاکستان په د ١٧ سرو زرو مډالو په ګډون ٦٧  مډالونو سره  دويم مقام، بنګله دېش د ١٤ سرو زرو په ګډون ٧٧ مډالونو سره درېم او سرېلانکا د ١٣ سرو زرو په ګډون ٧٥ مډالونو په ترلاسه کولو په څلورم مقام کې ځاى لري.

افغانستان دپنځو سرو، شپږو نقرې او ١٠ برونز  مډالونو سره پنځم مقام لري .

 

د سوېلي آسيا د لوبو د يولسمې دورې په سياليو کې، چې د روانې مياشتې په ٩مه ، د بنګلادېش په پلازمېنه ( ډاکه ) کې پيل شوي ،  د ٨ هېوادونو ( افغانستان ، هند ، پاکستان ، مالديو ، سريلانکا، بنګله ديش ، نيپال او بوتان )  شاوخوا ٢٠٠٠ لوبغاړو په کې ګډون کړى دى .

په دغو سياليو کې د ورزش په ١٤ څانګو کې ١٥٠ افغان لوبغاړو برخه اخيستى ده ، چې تراوسه ښه ځلېدلي دي .

له نننيو مډالونو سربېره ، افغان لوبغاړو د باسکټبال په څانګه کې يو طلايي مډال ، د جيدو په څانګه کې د برونزو څلور او د وزن پورته کولو په سياليو کې د برونزو يو مډال ترلاسه کړي دي .

 

جاوېد هميم کاکړ


د دغه خبر لپاره ستاسو رايې

Rated 3.29/5 (65.71%) 7 Votes

 
 

يادونې، نظرونه(0)

    خپل څرگندونې وليکئ

    ::. Please fill all the fields ! ::. Varification code is incorrect Please check carefully ! ::. Invalied email address !

    • ستاسو نوم
    • په گوته کړئ خپل ځاى
    • ستاسو د ايمل پته
    •  
    • يادونې، نظرونه
    • (ستاسو د بریښنا لیک پته به خپره نشي)
    • د لغت تصديقول وليکئ
    • 022wnHC

    ورځنۍ رايه

    ستاسو په اند، څوک د کندهار قومي مشران وژني او یا یی له هیواد څخه په وتلو ګواښی ؟


    ستاسو په فکر، د کرزي په مشرۍ حکومت به وکولاى شي چې د افغانستان جگړه ختمه او سولې ته لار هواره کړي؟


    اعلانات