سورغر ورځپاڼه
English 
د ژبې بدلول

هند کې د افغانستان باسکټبال لوبډله اتله شوه

2010-02-07 , خپرونکی Samiullah Rahmati

 

 

د افغانستان د باسکتبال لوبډله د سوېلي اسيا د هېوادونو په ډله کې اتلوالۍ ته ورسېده او وروستۍ لوبه يې د هندوستان د لوبډلې سره وکړه چې دغه هېواد څو ځلې د دغو لوبو اتل پاتې شوى .

دا لومړى ځل دى چې د افغانستان د باسکټبال لوبډله له بهرنيو هېوادونو سره په لوبه کې اتلولۍ ته رسېږي .

په دغو لوبو کې چې په بنگلدېش کې ترسره شوې ، د سوېلي اسيا اتو هېوادونو برخه لرله .

د سويلي اسيا د هېوادونو په يوولسم پړاو کې د افغانستان د باسکټبال د ملي لوبډلې برى تر ډېره خلکو ته د نه باور خبره وه .

له يوې خوا خو دغه لوبه په دغه هېواد کې ډېره لرغونې نه ده او بله دا چې په دغه ډگر کې لا له پخوا هومره هڅې نه وې شوې لکه څومره يې چې تمه کېده .

د افغانستان د باسکټبال ملي لوبډلې د نيمه پايلوبې په په لومړي پړاو کې د پاکستان ، سريلانکا و نيپال لوبډلو ته ماته ورکړه او په وروستي پړاو کې يې د دغو لوبو اتل هندوستان ته هم ماته ورکړه .

د افغانستان د المپيک د ملي کمېټې د رسنيو د برخې مشر عارف پيمان وايي چې د افغانستان ملي لوبډلې خپل سيال هندوستان ته د يو امتياز په توپير ماته ورکړه او د دغو لوبو اتلولي يې خپله کړه :

((د افغانستان د باسکټبال لوبډلې د سوېلي اسيا د باسکټبال په سياليو کې لومړی مقام وګاټه ، دغې ډلې د هند، پاکستان او سريلانکا ټيمونو ته پرلپسې ماتې ورکړې، او په نيمه پايلوبه کې يې نيپال او پايلوبو کې يې هند ته ماتې ورکړې . ))

تر دې وړاندې د افغانستان د باسکټبال ملي لوبډلې په ٢٠٠٦ کال کې هم په قطر کې نړيوالو سياليو ته وتلې وه ، خو هغه مهال دغه لوبډله سمه و نه ځلېده .

دا ځل هغو افغانانو هم په دغو سياليو کې برخه واخيسته چې دا مهال له افغانستانه بهر په نورو لوېديځو هېوادونو کې ژوند کوي .

تر دې وړاندې له يوې خوا په افغانستان کې د دغه ورزش د پرمختگ لپاره شونتياوې په افغانستان کې نه وې او له بله پلوه دغې برخې ته هومره پاملرنه هم نه کېده .

خو د المپيک کميټه وايي دا مهال په کندهار ، هرات ، بلخ ، پروان او غزني ولايتونو کې د دغې لوبې لوبډلې شته چې په ځينو ولايتونو کې ښځينه لوبډلې هم جوړې شوې دي .


د دغه خبر لپاره ستاسو رايې

Rated 3.25/5 (65%) 8 Votes

 
 

يادونې، نظرونه(0)

    خپل څرگندونې وليکئ

    ::. Please fill all the fields ! ::. Varification code is incorrect Please check carefully ! ::. Invalied email address !

    • ستاسو نوم
    • په گوته کړئ خپل ځاى
    • ستاسو د ايمل پته
    •  
    • يادونې، نظرونه
    • (ستاسو د بریښنا لیک پته به خپره نشي)
    • د لغت تصديقول وليکئ
    • 5b3P3C7

    ورځنۍ رايه

    ستاسو په اند، څوک د کندهار قومي مشران وژني او یا یی له هیواد څخه په وتلو ګواښی ؟


    ستاسو په فکر، د کرزي په مشرۍ حکومت به وکولاى شي چې د افغانستان جگړه ختمه او سولې ته لار هواره کړي؟


    اعلانات