سورغر ورځپاڼه
English 
د ژبې بدلول

د افغانستان او سريلانکا تر منځ د فوټبال لوبه:

2010-02-05 , خپرونکی Mahmood  Rahmaty

 

 

د بنګله دېش په پلازمېنه ډاکه کې د سوېلي اسيا د لوبو په لړ کې د  افغانستان د باسکېټبال لوبډلې سريلانکا ته هم ماتې ورکړه.

د سوېلي اسيا په لوبو (سېف ګېمز) کې ، چې د سلواغې مياشتې پر ٩مه، نېټه پيل شوې دي، ددغه سازمان د اتو غړو هېوادونو (افغانستان، پاکستان، هند، مالديپ، سريلانکا، بنګله دېش، نيپال او بوتان ) شاوخوا  دوه زره لوبغاړي په ٢٥ بېلا بېلو لوبو کې برخه اخلي. 

د اولمپيک د ملي کمېټې وياند محمدعارف پيمان د سلواغې مياشتې پر ١٣مه، رسنيو ته وويل، چې د افغانستان او سريلانکا د باسکېټبال په يادو شويو  سياليو کې له ١٩ کلونو څخه د کم عمره ځوانانو لوبډلو برخه اخيستې وه. د نوموړي د معلوماتو له مخې، په دې سيالۍ کې افغان لوبډلې د سريلانکا لوبډلې ته د ٦٣ پر وړاندې  د ٩٥امتيازونو په ترلاسه کولو سره ماتې ورکړه.  د باسکېټبال په سياليو کې افغانستان په الف ګروپ کې دى. په دې ‌ډله کې د هند، سريلانکا او پاکستان لوبډلې برخه لري. د افغانستان د باسکېټبال لوبډلې تر دې وړاندې د پاکستان لوبډلې ته د ٥٨ پر وړاندې د ٨٥ امتيازونو په ترلاسه کولو سره ماتې ورکړې وه. په يادو شويو سياليو کې تراوسه د افغانستان د فوټبال لوبډلې هم،د هند او پاکستان  لوبډلو ته ماتې ورکړې  او سيمې فاينل ته يې لار موندلې ده.دغه راز هغه زياته کړه، چې د سوېلي اسيا په لوبو (سېف ګېمز)کې افغان لوبغاړو  تر اوسه د برونزو پينځه مډالونه، چې څلور يې په جودو او يو يې د وزن پورته کولو په برخو کې ترلاسه کړي دي.

خو محمد عارف پيمان وايي، چې د واليبال په سيالۍ کې، چې د هند او افغانستان لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، د هند د ځوانانو لوبډلې افغانستان ته د صفر پر وړاندې په  ٣ سره ماتې ورکړه.


د دغه خبر لپاره ستاسو رايې

Rated 3.57/5 (71.43%) 7 Votes

 
 

يادونې، نظرونه(0)

    خپل څرگندونې وليکئ

    ::. Please fill all the fields ! ::. Varification code is incorrect Please check carefully ! ::. Invalied email address !

    • ستاسو نوم
    • په گوته کړئ خپل ځاى
    • ستاسو د ايمل پته
    •  
    • يادونې، نظرونه
    • (ستاسو د بریښنا لیک پته به خپره نشي)
    • د لغت تصديقول وليکئ
    • bl8U5t1

    ورځنۍ رايه

    ستاسو په اند، څوک د کندهار قومي مشران وژني او یا یی له هیواد څخه په وتلو ګواښی ؟


    ستاسو په فکر، د کرزي په مشرۍ حکومت به وکولاى شي چې د افغانستان جگړه ختمه او سولې ته لار هواره کړي؟


    اعلانات