2010-09-10 , خپرونکی سلبمان شاه درانی

تاند
د روژې په مبارکه میاشت کې ګڼ شمېر افغانان د روژه ماتې لپاره د دوبۍ په ښایسته رستوران کې راټولېږي.د دوی له بنز او نورو لوکسو موټرونو ښکاري چې عادي کارګر افغانان نه دي.
د روژه ماتې د مېزپه شاوخوا کې،چې د وري د ژبې د قورمې په شمول هررازافغاني خواړه پرې لیدل کېږي،پېژندل شوي افغان سوداګر راټول وي.
دا رستوران د صافي په کورنۍ پورې تړلی دی چې د صافي هوايي شرکت خاوند هم دی.
یوشمېر نور سوداګرهغه کسان دي چې په کابل بانک کې یې ونډه لرله.یو یې د ولسمشرکرزي ورور محمود کرزی دی.هغه وايي په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو سره هرچا چې پیسې لرلې، له هیواده ووت او ډېر یې دوبۍ ته ولېږدېدل.
د ده په وینا په دوبۍ کې سوداګرۍ ته ښه شرایط برابر دي.دی زیاتوي، کله چې په افغانستان کې تجارت د رکود په حال کې وو سوداګرو له دې پرته چې اروپا او امریکا یا دوبۍ ته لاړ شي بله لار نه لرله.
محمود کرزی وايی چې اوس هم په افغانستان کې خلک د ژوند په باب اطمینان نه لري او خپلې پیسې له هیواده باسي.دی وايي چې دا هم حقیقت دی چې له افغانستانه یوه اندازه غیرقانوني پیسې هم ایستل کېږي ځکه چې د دغو پیسو خاوندان غواړي چې ونه نیول شي خوهغه سوداګر چې قانوني پیسې ګټي هم له افغانستانه خپلې پیسې باسي.
د څارونکو په وینا دوبۍ د افغانانو په سوداګري مرکز بدله شوې.
بله شتمنه کورنۍ چې د دوبۍ په مختلفو تجارتي برخو کې بوخته ده ، د عزیزي کورنۍ ده.د دوی شرکت «عزیزي انویسټمنټ» نومېږي چې مشریې میرویس عزیزي نومېږي او د نخیل جبل علي په نوم ترټولو په لوی تعیمراتي شرکت کې یې پانګونه کړې ده.
دا شرکت د هغه ټاپو خاوند دی چې د خورما ونې په بڼه یې جوړ کړی او د دوبۍ تر ټولو قیمتي سیمه ګڼل کېږي.خو دا شرکت په دوبۍ کې د اقتصادي رکود له کبله اوس له ستونزو سره مخامخ دی.د عزیزي هوتک تجارتي شرکت ،چې د عزیزي بانک څښتن هم دی افغانستان ته د تېلو په وارداتو کې لویه ونډه لري.
خو د دوبۍ د املاکو په بازار کې له اقتصادي رکود سره سره ، په دې ځای کې د افغانانود سوداګرو شورا اټکل کوي چې اوس هم د افغانستان او دوبۍ ترمنځ د کال لس ملیارد ډالره وړل راوړل کېږي.د کتونکو په نظر ډېرې پیسې له افغانستانه دوبۍ ته راوړل کېږي نه دا چې له دوبۍ څخه دې افغانستان ته یووړل شي.
د خلیج او نژدې ختیځ د تحقیقاتي انستیتیوت مدیر تیودور کاراسیک وايي، افغانستان ته تر ټولو نژدې فعال او ساده بانکي سیستم په دوبۍ کې دی. په همدې وجه د هغو پیسو لویه برخه چې دلته راوړل کېږي، کېدای شي قانوني وي خو یوه برخه یې د مخدرو موادو د قاچاق ، رشوت اوباج له لارې ترلاسه شوې پیسې دي.
د فیننشل ټایمز له لیکنې سره سم یوشمېر افغان سوداګر،چې په دوبۍ کې یې ځان ته د ټېکې ځای پیدا کړی، اوس غواړي چې خپل تجارت بېرته په افغانستان کې پیل کړي او یوه اندازه پیسې خپل هیواد ته انتقال کړي.خواداري فساد او رشوت خورۍ سبب کېږي چې دوی مایوسه شي.
له بلې خوا افغانستان ته له داخلېدو سره دوی په یو ډول لانجه او سیاسي شخړه کې ککړېږي او یوشمېر سوداګر وايي چې نور له رشوت ورکولو ستومانه شوي دي.