سورغر ورځپاڼه
English 
د ژبې بدلول

افغان میرمینې:زموږ حقونه تر پښو لاندې نه شي

2010-02-08 , خپرونکی Samiullah Rahmati

 

افغان میرمینې: وسله والو سره سوله کې زموږ حقونه تر پښو لاندې نه شي

د افغان ښځو شبكې له افغان دولت څخه وغوښتل چې له وسله والو مخالفينو سره سوله بايد د دوی حقونه قربانی نه كړي. د افغان ښځو شبكې، چې د لندن د كنفرانس د لاسته راوړنو د ارزلو په هدف په كابل يوه خبرې غونډه جوړه كړې وه وويل، چې د لندن په غونډه كې د افغان ښځو د حقونو د خوندي كولو لپاره په نړيواله كچه ملاتړ وشو.
د افغان ښځو د شبكې مسوولين وايي، چې د سولې په اړه په ملې او نړيواله كچه په جوړېدونكو كنفرانسونو كې بايد افغان ښځو ته ونډه وركړل شي.

د افغان ښځو د شبكې غړې ارزو قانع، چې د لندن غونډې ته د افغان ښځود حقونو د دفاع په موخه تللې وه، د يكشنبي پر ورځ په كابل كې يوې خبري غونډې ته وويل، د لندن تېره غونډه، چې تر ډېره له وسله والو مخالفينو سره په جوړجاړي او امنيتي مسالو څرخېده په كې د افغان ښځو د حقونومساله له ياده ايستل شوې وه.

اغلې قانع زياته كړه، چې دوی د لندن په غونډه كې ډېره هڅه وكړه، چې د افغان ښځو له حقونو دفاع وكړي،د نوموړې پر وينا په دې برخه كې يې د نړيوالې ټولنې ملاتړ ترلاسه كړى دی.

د لندن غونډه، چې د روان ميلادي كال د جنوري په اته ويشتمه نېټه جوړه شوه په دې غونډه كې له افغان دولت سره د حكومت داري د سيستم په جوړونه او له وسله والو مخالفينو سره د روغې جوړې مسايل وڅېړل شول.

په داسې حال كې چې اوسمهال افغان ولسمشر حامد كرزى د لندن غونډې ته د وړاندي شويو طرحو د عملي كولو او له وسله والو مخالفينو سره د روغې جوړې پرپلانونو كاركوي، د افغان ښځو د شبكې يوه بله غړې ثريا پرليكا وايي، چې افغان دولت او نړيواله ټولنه بايد له وسله والو مخالفينو سره داسې خبرو اترو ته غاړه كينږدې، چې له مخې يې د افغان ښځو سياسي ټولنېز او داسې نور حقونه تر پښو لاندې كړي.

افغان ښځې داسې مهال د خپلو لاس ته راوړو ازاديو له قرباني ډاريږي، چې په دې وروستيو كې د افغان دولت او نړيوالې ټولنې له خوا له وسله والو مخالفينو سره د روغې جوړې هڅو زور اخيستى دی.

افغان ميرمنې ويريږي، چې له وسله والو مخالفينو سره خبري اترې به د دوی چارې محدودي او حقونه به يې تر پښو لاندې شي.

خو بل پلو افغان دولت او له وسله والو مخالفينو سره د روغې جوړې موافقو هېوادونو ډاډ څرګند كړى، چې له وسله والو مخالفينو سره خبرې اترې بايد د افغانانو اساسي حقونه، مدني خپلواكۍ او د دوی اته كلنې لاس ته راوړنې له خطر سره مخ نه كړي.

ازادي راډيو


د دغه خبر لپاره ستاسو رايې

Rated 4/5 (80%) 5 Votes

 
 

يادونې، نظرونه(0)

    خپل څرگندونې وليکئ

    ::. Please fill all the fields ! ::. Varification code is incorrect Please check carefully ! ::. Invalied email address !

    • ستاسو نوم
    • په گوته کړئ خپل ځاى
    • ستاسو د ايمل پته
    •  
    • يادونې، نظرونه
    • (ستاسو د بریښنا لیک پته به خپره نشي)
    • د لغت تصديقول وليکئ
    • koUeAsQ

    ورځنۍ رايه

    ستاسو په اند، څوک د کندهار قومي مشران وژني او یا یی له هیواد څخه په وتلو ګواښی ؟


    ستاسو په فکر، د کرزي په مشرۍ حکومت به وکولاى شي چې د افغانستان جگړه ختمه او سولې ته لار هواره کړي؟


    اعلانات