سورغر ورځپاڼه
English 
د ژبې بدلول

امريکايي سرتيري د افغانانو پرېکړي غړي له ځان سره ساتي

 

 

2010-09-10 , خپرونکی محمد سلطان شریفی

 

امين الله هوتک

 

له هغو پنځو امريکايي سرتيرو سربېره جې په کندهار کې د بېګناه افغانانو پر وژنه تورن وو، اوس اوه تنه نور سرتېري هم په دې تورن شوي چې دوي د ملکي افغانانو په وژنه کې لاس لري او د وژل شويوا فغانانو پرېکړي ګوتې ، غاښونه او پښې يې له ځان سره ساتلي.

د هغو تورونو له مخې چې د پوځي څارنول له خوا وارد شوي دولس امريکايي سرتېري د جنوري او مارچ مياشتو ترمنځ يو شمېر بېګناه افغانان وژلي او بيا يې د بدن غړي ترې پرې کړي چې له ځان سره يې يادګار وساتي. پوځي څارنوال وايي که چېرې دغه تورونه ثابت شي ، نو هغوی ته به سخته سزا ورکړل شي. له پخوانيو تجربو څخه ښکاري ، چې تورن سرتېري به يا خوشې شي او ياهم په لنډه موده حبس محکوم شي.


د دغه خبر لپاره ستاسو رايې

Rated 1/5 (20%) 1 Vote

 
 

ورځنۍ رايه

ستاسو په اند، څوک د کندهار قومي مشران وژني او یا یی له هیواد څخه په وتلو ګواښی ؟


ستاسو په فکر، د کرزي په مشرۍ حکومت به وکولاى شي چې د افغانستان جگړه ختمه او سولې ته لار هواره کړي؟


اعلانات