2010-02-08 , خپرونکی Samiullah Rahmati
افغان ولسمشر حامد کرزي په جرمني کې د نړۍ د جګپوړو دفاعي چارواکوي په کنفرانس کې وويل د دې لپاره چې افغان ځواکونه د هېواد امنيت ټينګ کړي له افغان ځواکونو سره د مرستې په نيت د اجباري عسکرۍ يا مکلفيت د دورې په اړه فکر کوي
ولسمشر کرزی دا څرګندونې پر داسې مهال کوي چې افغان او بهرني ځواکونه د افغانستان په جنوب کې د پراخو عملياتو تابيا نيسي .
ښاغلي کرزي وويل چې اوسمهال د افغانستان پوځي مسلکي سرتېري لري او د نړۍ ډېرو مشرانو ورته لارښوونه کړې چې د عسکري خدمت اجباري کول به د دې لامل شي چې د افغانستان له ګوټ ګوټ څخه روزنيزو مرکزونو ته ځوانان راشي .
د افغانستان ولسمشر وويل چې تر 2012 کال پورې به د افغان پوليسو او ملي اردو شمېر به درو سوو زرو ته پورته شي .
خو ايا د عسکري دورې اجباري کول به څومره موثريت ولري، په دې اړه د پوځي چارو يو کارپوه عتيق الله بريالی وايي :
((د اساسي قانون پر بنسټ د افغانستان دولت بايد د عسکرۍ د مکلفيت دورې ته خلک راجذب کړي، خو اوسني شرايط دې ته برابر نه دي چې د عسکرۍ اجباري دوره دې پيل شي ، او مخکې چې دولت په دې اړه اقدام وکړي، بايد درې اساسي او مهم ټکي په نظر کې ونيسي، لومړی د وګړو سرشمېرنه، دويم ټولو وګړو ته تذکرې ورکول او درېيم دا چې ټول خلک او په تېره بيا ځوانان خدمت ته وهڅوي . خو له بده مرغه دا هېڅ يو کار نه دی شوی .))