سورغر ورځپاڼه
English 
د ژبې بدلول

په مزار شريف کې د ايساف دوه سوېډني سرتېري ووژل شول

2010-02-08 , خپرونکی Mohammad  Soltan Sharifi

 

 

 

 

کابل

 

 

د ناټو په مشرۍ نړيوالو سوله ساتو ځواکونو (آيساف) د افغانستان په شمال کې د يوې نښتې په ترڅ کې د خپلو دوو سرتېرو دوژل کېدو خبر ورکړ.

 

دغه خبر په کابل کې د يادو شويو ځواکونو مطبوعاتي دفتر لخوا دسلواغې په ١٨مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ورکړ شوى دى .

 

په خبرپاڼه کې زياته شوې چې دغه سرتېري نن دافغانستان په شمال کې د وسلوالو مخالفينو د سپکو وسلو په يوه بريد کې وژل شوي دي .

 

سرچينې ويلي، چې دايساف د پاليسۍ له مخې دمګړۍ د وژل شويو سرتېرو تابعيت نه شي په ډاګه کولى او نه هم خبرپاڼې د پېښې دقيق ځاى په ګوته کړى دى .

 

خو په افغانستان کې مېشتو سوېډني ځواکونو اعلان کړى، چې د افغانستان د شمالي ولايت بلخ په مزار شريف ښار کې يې دوه سرتېري په يوه بريد کې وژل شوي دي .

 

دغو ځواکونو زياته کړې چې په دې بريد کې  يې دوه افسران او دهغوى يو افغان ژباړن د مزار شريف په لويديځه ساحه کې وژل شوي او يو سرتېرى يې ټپي شوى دى .

 

سوېډن  له ٢٠٠٢ زېږديز کال راهيسې  په افغانستان کې د ايساف په چوکاټ کې مېشت دي او دغې وژنې سره يې دوژل شويو سرتېرو شمېره ٤ تنو ته ورسېده .

 

د روان زېږديز کال (٢٠١٠) له پيل راهيسې په افغانستان کې د وژل شويو بهرنيو سرتېرو شمېره ٥٩ تنو ته ورسېده .

 

طالبانو تر اوسه ددې بريد په اړه څه نه دي ويلي، خو ددوى وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې نن يې په کندز ولايت کې څلور الماني سرتېري وژلي دي .

 

جاوېد هميم کاکړ

 


د دغه خبر لپاره ستاسو رايې

Rated 3.8/5 (76%) 5 Votes

 
 

يادونې، نظرونه(0)

    خپل څرگندونې وليکئ

    ::. Please fill all the fields ! ::. Varification code is incorrect Please check carefully ! ::. Invalied email address !

    • ستاسو نوم
    • په گوته کړئ خپل ځاى
    • ستاسو د ايمل پته
    •  
    • يادونې، نظرونه
    • (ستاسو د بریښنا لیک پته به خپره نشي)
    • د لغت تصديقول وليکئ
    • vxZJsPi

    ورځنۍ رايه

    ستاسو په اند، څوک د کندهار قومي مشران وژني او یا یی له هیواد څخه په وتلو ګواښی ؟


    ستاسو په فکر، د کرزي په مشرۍ حکومت به وکولاى شي چې د افغانستان جگړه ختمه او سولې ته لار هواره کړي؟


    اعلانات