سورغر ورځپاڼه
English 
د ژبې بدلول

افغانستان کې سېلابونو او واورو ١٤ تنه وژل

2010-02-07 , خپرونکی Samiullah Rahmati

 

 

په فراه او باميان ولايتونو کې کې د وروستيو بارانونو او واورو له امله په راوتلو سېلاوونو او د واورو په ښويېدو کې لږ تر لږه ١٤ کسه وژل شوي ، چې زياتره يې ښځې او ماشومان دي .

د دغه ولايت چارواکي وايي دغه نيزونه چې د پرچمن په ولسوالۍ کې راوتلي د لارو د بندېدو له امله تر دې دمه د زيانمن شويو کسانو سره مرستې نه دي شوې .

د دغه ولايت مرستيال والي محمد يونس رسولي بي بي سي ته وويل چې هغوى په دې برخه کې له بهرنيو مرستندويانو هم د مرستې غوښتنه کړې، خو په وينا يې تر اوسه يې د کومې غاړې نه د هو ځواب نه دى تر لاسه کړى .

په کابل کې زموږ همکار محمود کوچى له ښاغلي رسولي سره غږېدلى او په سر کې يې د اوښتو زيانونو په اړه ترې پوښتلي دي ؟

((دغه سېلابونه سهار راغلي او په پرچمن کې برايي او پرون سخت بارانونه شوي، په دې سېلابونو کې شپږ ښځې او پنځه ماشومان مړه شوي دي، دوه زره څاروي هم له منځه تللي او زيات شمېر کرنيزه ځمکه يې هم لاندې کړې ده . ))

ښاغلی رسولي زياتوي چې زيانمنه شوې سيمه د ولسوالۍ له مرکزه ليرې يوه کليواله سيمه ده چې دوی ته يې په اړه ناوخته خبر رسېدلی، چې په وينا يې تر اوسه حکومت څه نه دي کړي خو يوه بېړنۍ غونډه يې راغوښتې ده .

د فراه مرستيال والي وايي چې د سېلاوونو له امله کليوالو سيمو ته زياتره سړکونه وران شوي او ځايي حکومت به هڅه وکړي چې د هوا له لارې هلته مرستې ورسوي .

که څه هم د فراه ځايي چارواکي وايي چې يوه اوونۍ وړاندې يې دا ډول بېړنيو حالاتو ته يوڅه چمتووالی نيولی و، خو لاهم د وروستيو سېلابونو له امله زيانمنو خلکو ته کومې مرستې نه دي رسېدلې .

د فراه مرستيال والي محمد يونس رسولي بي بي سي ته وويل چې له مرکزي حکومته یې هم د زيانمنو خلکو لپاره مرسته غوښتې، خو تر دې دمه دوی ته کومه مرسته نه ده رسېدلې .

بل خوا په باميان ولايت کې هم درې کسان د واورې د ښوېدو له امله وژل شوي دي د دغه ولايت ځايي چارواکي وايي يو افغان پوليس له خپل زوی سره د دغه ولايت د پنجاب او '' ورس'' ولسواليو ترمنځ په واوره کې بند پاتې شوي، چې د سختې يخنۍ له امله يې ساه ورکړې ده .

همدارنګه د ورس ولسوالۍ په ''تخت '' سيمه کې هم د واورې ښوېيدو له امله يو بل تن وژل شوی دی .

د تېر ٢٠٠٩ کال په مۍ مياشت کې د افغانستان په شمالي ولايتونو کې سېلابونو لس کسه وژلي ول .

او تر هغه وړاندې د اګست په وروستيو کې جلال اباد کې ورته سېلابونو لس کسه وژلي وو .

تېر کال هم د سېلابونو د افغانستان په شمالي او جنوبي ولايتونو کې تر شلو ډېر کسان وژلي ول


د دغه خبر لپاره ستاسو رايې

Rated 4/5 (80%) 6 Votes

 
 

يادونې، نظرونه(0)

    خپل څرگندونې وليکئ

    ::. Please fill all the fields ! ::. Varification code is incorrect Please check carefully ! ::. Invalied email address !

    • ستاسو نوم
    • په گوته کړئ خپل ځاى
    • ستاسو د ايمل پته
    •  
    • يادونې، نظرونه
    • (ستاسو د بریښنا لیک پته به خپره نشي)
    • د لغت تصديقول وليکئ
    • Zw0366e

    ورځنۍ رايه

    ستاسو په اند، څوک د کندهار قومي مشران وژني او یا یی له هیواد څخه په وتلو ګواښی ؟


    ستاسو په فکر، د کرزي په مشرۍ حکومت به وکولاى شي چې د افغانستان جگړه ختمه او سولې ته لار هواره کړي؟


    اعلانات