سورغر ورځپاڼه
English 
د ژبې بدلول

دمشرانو جرګي دلومړي مرستيال فضل احدي مسلميارپه مشرئ دسناتورانواته كسيزه پلاوئ

2010-08-01 , خپرونکی سلیمان شاه دراني

 

 

خبر يال: حيات الله داوري

 

 

دهلمند و لايت د امنيتي حالاتو د څيړلو په مو خه لښكرګاه ښارته راورسيدل.

 

اودهلمندمرستيال والي،دولايتي شورا  اواصلاحي شوراله غړوسره يي دكتني پرمهال پربيلابيلوموضوعاتوخبري وكړې.

 

 

دمشرانو جركي د لومړي مرستيال  فضل احدي مسلميار په مشرئ  دسناتورانواته كسيزه  پلاوي هلمندته دحالاتوڅخه دجاج اخيستلوپه موخه سفروكړ.

 

پدغه پلاوي كي دهلمنددوه سناتوران هريوعبدالاحدسلطانزى،نعمت الله پوپل اوهمدارنګه دكنړ،خوست،لوګر،غوراوكندهاردولايتونوسناتورانومحمدداوودغفاري،هدايت الله،ديره خيل منګل،محمدامين اوصالح محمدپهلوان شامل دي.

 

هغه غونډه چي دمشرانوجرګې داته كسيز پلاوي دراتګ په وياړداصلاحي شورادغړوپه ګډون جوړه سوې وه  پكښې د و لايت د مقا م مر ستيا ل ښا غلي عبد الستار مير زكو ال را غلي پلاوي ته دهلمند و لايت په مر كز او ولسو اليو كي د امنيتي حالت،بيارغاوني ،پوهني او هم دارنګه  په و لسو اليو كي د سيمي د او سيدونكو څخه د ټو لينز شو راګا نو د جو ړو لو په اړ ه بشپړه معلو ما ت و رګړل.

 

ښا غلي مير زكو ال وويل چي دهلمندو لايت اداره تل په دي هڅه كي ده چي د مر كز تر څنګ په ټو لو ولسو اليو كي امنيتي سا حه پر اخه اوامنيتي حالت ښه كړي تر څو خلكوته دازمينه برابره سي چي له خپل اسلامي دولت سره اوږه پراوږه ودريږي.

 

دصلاحي شوراغړودپلاوي سره دكتني پرمهال څرګنده كړه چي په ولسواليوكي اوس امنيتي حالت ترپخواجوړسوى اودوى ددولت سره په همكارئ پدې هڅه كي دي ترڅودامنتي په ټينګښت كي دخلكوونډه زياته كړه.

 

دمشرانوجرګې  دسناتورانواته كسيزي ډلي  دهلمندولايت مقام دلويولاسته راوړنواو په امنيتي،سياسي،اقتصادي اوټولنيزوچاروكي دهڅوڅخه ستاينه وكړه.

 

ديوبل خبرله مخي دمشرانوجرګې اته كسيز هئيت دهلمندولايتي شوراله رئيس محمدانورخان اوغړوسره په كتنه كي دهلمندولايت دخلكوپرستونزو،امنيتي،اقتصادي اوټولنيزحالت باندي خبري وكړې.

 

پلاوي دهلمنددولايتي شورادرئيس محمدانورخان اوغړوكړني اودخلكودستونزوپه رسولوكي دهغوكارونه اودولايت مقام سره همږغيتوب وستايل اوژمنه يې وكړه چي دمشرانوجرګې ته به ددولايت شورادرئيس لپاره ديوه ستاينلكي وړانديزكوي .

 

دهلمنددولايتي شورارئيس  وويل دولسواليودامنيت په ښه كيدوسره په واروار يي  ولسواليوته سفرونه كړي اوله خلكوسره يې دهغودستونزوپه اړه خبري اتري كړي دي.

 

محمدانورخان وويل چي اوس ولس ددولت سره دامنيت په ټينګښت همكاري كوي خوبايددخلكوسره په كرهينزه اواقتصادي برخه كي مرستي وسي.

 

 


د دغه خبر لپاره ستاسو رايې

Rated 2/5 (40%) 4 Votes

 
 

يادونې، نظرونه(0)

    خپل څرگندونې وليکئ

    ::. Please fill all the fields ! ::. Varification code is incorrect Please check carefully ! ::. Invalied email address !

    • ستاسو نوم
    • په گوته کړئ خپل ځاى
    • ستاسو د ايمل پته
    •  
    • يادونې، نظرونه
    • (ستاسو د بریښنا لیک پته به خپره نشي)
    • د لغت تصديقول وليکئ
    • ZlA7Q6

    ورځنۍ رايه

    ستاسو په اند، څوک د کندهار قومي مشران وژني او یا یی له هیواد څخه په وتلو ګواښی ؟


    ستاسو په فکر، د کرزي په مشرۍ حکومت به وکولاى شي چې د افغانستان جگړه ختمه او سولې ته لار هواره کړي؟


    اعلانات