2010-02-04 , خپرونکی Mahmood Rahmaty
د امريکا د متحدو ايالتونو د فلمي صنعت (هاليووډ) نوى وړاندې شوى (آوه تار) نومى فلم په نړيواله کچه د فلمي نړۍ په تاريخ کې د (١،٨٤٠٨) بيليونو امريکايي ډالرو په لاس ته راوړلو سره تر ټولو زيات عايد لرونکي فلم مقام خپل کړ.
آوه تار، چې پر يوه ساينسي افسانوي کيسه باندې جوړ شوى دى، په نړيواله کچه په سېنماوو کې نندارې ته وړاندې شو او په فلمي تاريخ کې يې يو نوى ريکارډ ټينگ کړ.
امريکايي فلمي صنعت په نړيوال کچه مشهور دى او د فلم جوړولو له مخې د نړۍ تر ټولو پرمختللى فلمي صنعت بلل کېږي.
د وتلي امريکايي فلم (ټايټانيک) فلم جوړوونکي (ډايريکټر) جيمز کيمرن له خوا دغه وروستى فلم آوه تار د نندارې په لومړۍ اوونۍ کې په (١١١) بېلابېلو سېنماوو کې وړاندې شو او (١٠٧) ميليونه ډالر عايد يې خپل کړ.
جيمز کميرن تر آوه تار وړاندې يو بل نړايوال مشهور فلم (ټايټانيک) هم جوړ کړى و، چې هغه هم په نړيواله کچه (١،٨٤٣) بيليونه ډالر عايد په لاسته راوړلو سره نوى ريکارډ ټينگ کړى و. خو آوه تار بيا دغه ريکارډ په نړيواله کچه په (١،٨٤٠٨) بيليونو ډالرو سره مات کړ.