سورغر ورځپاڼه
English 
د ژبې بدلول

جگي چن به په هندي فلمونو کې راڅرگند شي

2010-02-04 , خپرونکی Mahmood  Rahmaty

 

 

 

د چين د هانکانگ فلمي نړۍ وتلى ستورى جگي چن به د راپورونو له مخې په باليووډ کې د دې سېنما له يوه وتلي ستوري (شاه رخ خان) سره په يوه فلم کې راڅرگند شي.

د راپورونو له مخې چينايي فلمي ستورى جگي چن به، چې يو نړيوال وتلى فلمي ستورى دى، په يوه هندي فلم کې د لومړي ځل لپاره ګام کښېږدي.

د هند سېنما د وتلي ستوري شاه رخ خان په رتلونکي فلم (Ra1) کې به، چې د هغه د خپلې فلمي کمپنۍ له لوري جوړېږي، جګي چن ته د يوه ساينسپوه رول ورکړل شي.

د ريډ چيليز فلمي کمپنۍ مشر په  دې اړه داسې ويلي: "موږ کوښښ کوو چې د خپل راتلونکي فلم (را ١) د يوه رول لپاره جګي چن وهڅوو. خو دا لا تر اوسه سل په سلو کې څرگنده نه ده چې هغه به په فلم کې کار کولو ته زړه ښه کړي، خو بيا هم زموږ خبرې ورسره روانې دي."

د شاه رخ خان د فلمي کمپنۍ له لوري دغه راتلونکى فلم به د يوه پياوړي افسانوي کراکټور (سوپر هيرو) پر کيسه باندې جوړ شي او د روان کال په پاى کې به نندارې ته وړاندې شي.


د دغه خبر لپاره ستاسو رايې

Rated 2.8/5 (56%) 10 Votes

 
 

يادونې، نظرونه(0)

    خپل څرگندونې وليکئ

    ::. Please fill all the fields ! ::. Varification code is incorrect Please check carefully ! ::. Invalied email address !

    • ستاسو نوم
    • په گوته کړئ خپل ځاى
    • ستاسو د ايمل پته
    •  
    • يادونې، نظرونه
    • (ستاسو د بریښنا لیک پته به خپره نشي)
    • د لغت تصديقول وليکئ
    • xQZ7Pe

    ورځنۍ رايه

    ستاسو په اند، څوک د کندهار قومي مشران وژني او یا یی له هیواد څخه په وتلو ګواښی ؟


    ستاسو په فکر، د کرزي په مشرۍ حکومت به وکولاى شي چې د افغانستان جگړه ختمه او سولې ته لار هواره کړي؟


    اعلانات