سورغر ورځپاڼه
English 
د ژبې بدلول

هاليووډ د شاه رخ خان په وياړ مجسمه جوړه کړه

2010-02-04 , خپرونکی Mahmood  Rahmaty

 

 

 

د امريکا د متحده ايالتونو فلمي صنعت په يوه ميوزيم کې د هندي وتلي فلمي ستوري شاه رخ خان په وياړ له موم څخه د هغه يوه جوړه شوې مجسمه پرانيسته.

شاه رخ خان د هند سېنما له نامتو ستورو څخه دى، چې له تېرو څو لسيزو راهيسې شاوخوا په (٧٠) فلمونو کې راڅرگند شوى او زيات شمېر فلمونه يې په ډېره لوړه کچه بريالي شوي دي.

شاه رخ خان د هند سينما لومړى ستورى دى چې د هاليووډ په (ميډم توسوادز) ميوزيم کې يې، چې د فلمي ستورو په وياړ د هغوى له مومو څخه جوړې شوې مجسمې پکې پرتې دي، مجسمه پرانيستل کېږي.

په دغه ميوزيم کې د زياتو وتلو امريکايي ستورو لکه جينيفر لوفز، نيکول کيډمن، جاني ډيپ، ډيويډ بيکم، بياوينسې د نورو نړيوالو وتلو ستورو مجسمې سره ولاړې دي.

د دغه موزيم د مشر راجن زيډ د شاه رخ خان د مجسمې د پرانيستنې په مراسيمو کې داسې وويل: "هاليووډ او باليووډ په فلمي نړۍ کې تر ټولو پرمختللي فلمي صنعتونه دي او د دې مجسمې په پرانيستنه سره به د دغو دوو فلمي صنعتونو تر منځ اړيکي نور هم ټينگ شي."


د دغه خبر لپاره ستاسو رايې

Rated 3.86/5 (77.14%) 7 Votes

 
 

يادونې، نظرونه(0)

    خپل څرگندونې وليکئ

    ::. Please fill all the fields ! ::. Varification code is incorrect Please check carefully ! ::. Invalied email address !

    • ستاسو نوم
    • په گوته کړئ خپل ځاى
    • ستاسو د ايمل پته
    •  
    • يادونې، نظرونه
    • (ستاسو د بریښنا لیک پته به خپره نشي)
    • د لغت تصديقول وليکئ
    • CCoye

    ورځنۍ رايه

    ستاسو په اند، څوک د کندهار قومي مشران وژني او یا یی له هیواد څخه په وتلو ګواښی ؟


    ستاسو په فکر، د کرزي په مشرۍ حکومت به وکولاى شي چې د افغانستان جگړه ختمه او سولې ته لار هواره کړي؟


    اعلانات