2010-01-22 , خپرونکی Mohammad Soltan Sharifi

په هلمندكي دولايتي شورا دنوووكيلانو ترمنځ لومړني غونډه دهمدي شورادريس ترمشري لاندي دهغه دكار په دفتر كي جوړه سوه .
سروري
په غونډه كي وكيلانو هغه لاريون چي څه موده وړاندي په ګرمسيرولسوالي كي ددولت ضد اشخاصو په هڅوونه ترسره سووغانده .
دولايتي شورا دنوو وكيلانو په لومړي غونډه كي ددغه شورا ريس محمدانور خپل هغه كاري راپور چي د ګرمسيرولسوالي دڅه موده وړاندي لاريون په اړه يي راغونډ كړي وو برخوالو ته وړاندي كړ .
ده وويل دغه لاريون ديوشمير دولت ضد اشخاصو په هڅوونه رامنځته سوي وه چي پكي ديوشمير ملكي وګړو دمرګ ژوبلي اومالي زيانونو ترڅنګ ټولګټوځايونوته هم زيان اوښتي وو.
ده وويل چي دهېواد دولسمشر لخوا يوځانګړي پلاوي ديادي پيښي دواقعيت روښانه كولوپه موخه هلمندته راليږل سوي ووچي دهلمنددولايتي شورا ريس او يوتن وكيل هم يادي ولسوالي ته ورسره سفروكړ.او په سيمه كي يي دولسي وګړو او ځاي چارواكو سره دپيښي دسپيناوي په موخه وكتل .
وروسته ديادي شورا دوكيلانو ترمنځ دكارونو دلاښه كولو په موخه بحث اوخبري وسوي اوپريوشمير مسائلو باندي يي لازم تصميمونه ونيول .
دولايتي شورا ټولو وكيلانو ژمنه وكړه چي پخپله پنځه كلنه دوره كي به هلمندوالوته رښتني او واقعي خدمتونه ترسره كوي اودخلكو دستونځو دحل په لاره كي به نه ستړي كيدونكي هلي ځلي كوي ترڅو په دي ولايت كي نورهم دامنيت لمن پراخه او خلك يي هوسا ژوند ولري .