2010-01-19 , خپرونکی Mohammad Soltan Sharifi

لښکرګاه، زرنج
د مرغومي ٢٩مه، ١٣٨٨، پژواک خبري اژانس
د نيمروز او هلمند ولايتونو په دوو بېلا بېلو امنيتي پېښو کې څلور پوليس ووژل شول او څلور نور ټپيان شوي دي .
د نيمروز امنيه قوماندان سمونوال عبدالجبار پردلي د مرغومي په ٢٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېر مازيګر ددې ولايت په دلارام ولسوالۍ کې څلور پوليس وژل شوي دي .
هغه زياته کړه، چې وسلوال طالبان په يوه کورولا موټر کې ناست وو او کله چې د محمد عيسى په نامه د تېلو ټانک د تالاشۍ په پوسته کې ورته د درېدو امر وشو، نو پر پوليسو يې ډزې وکړې او وتښتېدل .
د دلارام ولسوال اسدالله حق دوست پژواک اژانس ته وويل، چې پوليسو د تښتېدلو وسلوالو طالبانو په تعاقب کې د هغوى يو تن ټپي کړ.
دى وايي، چې ټپي طالب ديوه کلي په کور کې ځان پټ کړى او پوليسو په داسې حال کې ونيوه، چې د ښځو جامې يې په تن وې .
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي .
د يوه بل خبر له مخې، په هلمند ولايت کې هم ديوې چاودنې له امله څلور پوليس ټپيان شوي دي .
ددې ولايت امنيه قوماندان سمونوال اسدالله شېرزاد پژواک اژانس ته وويل، چې چاودنه تېر مازيګر د پوليسو پر يوه رېنجر موټر د ګرشک ولسوالۍ د نهرسراج په سيمه کې د کندهار پر لويه لاره وشوه.
هغه زياته کړه، چې د چاودنې له امله موټر ويجاړ او په کې ناست څلور سرتېري ټپيان شوي، چې روغتون ته وړل شوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ ښودل شوى دى .
د شېرزاد په وينا، له چاودنې مخکې پوليسو په ياده شوې سيمه کې دوه ماينونه شنډ کړل او دوه طالبان يې له دوو ماينونو سره نيولي وو .
طالب وياند قاري يوسف احمدي پژواک ته وويل، چې په ياده شوې چاودنه کې څلور پوليس وژل شوي دي .