2010-01-18 , خپرونکی Mohammad Soltan Sharifi

د هرات ښار
د مرغومي٢٧مه، ١٣٨٨، پژواک خبري اژانس
پوليسو د هرات ولايت د چشت شريف ولسوال او څلورو نورو کسانو د وژل کېدو خبر ورکړ.
په لوېديځه حوزه کې د پوليسو وياند سمونوال عبدالرووف پژواک خبري اژانس ته وويل چې د چشت شريف ولسوال عبدالقدوس قيام نن له غرمې وروسته په دوه نيمو بجو له ولسوالۍ څخه د هرات ښار پر لور روان و ، چې د وسلوالو له کمين سره مخ شو.
احمدي زياته کړه چې په دغه کمين کې، چې د چشت شريف په ٩ کيلومترۍ کې د تګاب غزه په کلي کې ترسره شو، ولسوال او د امنيه قوماندانۍ د امنيت د مدير په ګډون له څلورو نورو کسانو سره ووژل شو.
خو د هرات ولايت د مقام د ولسواليو د چارو کار پوه شعيب معصومي وايي چې په دغه کمين کې د ولسوال او د امنيت له مدير سربيره، دوه افسران او دوه پوليس هم وژل شوي او يو بل پوليس ټپي شوى دى.
معصومي زياته کړه چې د بريد کوونکيو هويت تراوسه نه دى څرګند شوى ، خو ښايي چې د دولت وسلوال مخالفين به وي .
تراوسه د ولسوال او د هغه د ملګرو د وژنې مسووليت چا په غاړه نه دى اخيستى .
په تېرو دوو کلونو کې دا درېيم ولسوال دى ، چې په هرات کې وژل کيږي، دوه نورو ولسوالان هر يو د ګلران ولسوال ډاکټر ظاهر او د ګذرې ولسوال غلام حضرت وو .
د روان کال د ليندۍ په مياشت کې د رباط سنګي پخوانى امنيه قوماندان لومړى څارن عبدالکريم او د غويي په مياشت کې د دغې ولسوالۍ پخوانى امنيه قوماندان سمونمل عبدالرحيم عظيمى هم وژل شوي وو او وسلوالو طالبانو د دواړو وژنو مسووليت په غاړه اخيستى وو.
احمد قريشي