سورغر ورځپاڼه
English 
د ژبې بدلول

د لښکرګاه اوسېدونکي دپوځي موټرو د چلونکيو له بې احتياطۍ سرټکوي

2010-02-04 , خپرونکی Mohammad Soltan Sharifi

 

 

 

د هلمند د مرکز ( لښکرګاه ) يو شمېر اوسېدونکي په دغه ښار کې د پوځي موټرو د چلونکيو  له بې احتياطيو شکايت کوي او وايي چى ژوند يې ورته له ګواښ سر ه مخ کړى دى .

 

 دغه شکايتونه وروسته له هغه زيات شول ، چې په روانه اونۍ کې په دغه ښار کې د ملي اردو يو رنجر موټر يو سپين ږيرى وواژه او دملي پوليسو يوه موټر يوه زده کوونکې سخته ټپي کړه .

 

 عبدالوکيل ، چې ١٣ کلنه خور يې پرون د ملي پوليسو يوه موټر وهلې، پژواک خبري اژانس ته د سلواغې په ١٤مه ، وويل چې خور يې ژور ټپونه ليدلي دي .

 

 د هغه په وينا، دوه خويندې يې پر ون غرمه له ښوونڅي څخه را روانې وې ، چې په لاره کې يوه يې موټر ووهله او موټروان وتښتيد .

 

 د هغه په وينا ، د سيمې خلکو هغه امرجنسي روغتون وړې وه  او چې کله دوى مازيګر کورته راوسته، نو د شپې يې له خولې او پزې بيا وينې راغلې او بيرته يې  شفاخانې ته انتقال کړه .

 

 هغه زياته کړه چې لومړى موټر چلونکى تښتيدلى و، خو اوس  نيول شوى دى .

 

په لښکرګاه کې يوتن هټيوال فريد احمد پژواک  ته وويل  چي دملي اردو او ملي پوليسو موټر په ښار کي له حده زيات شوي دي او په ډيره بې احتياطى تګ راتګ کوي .

 

دى وايي چې  هره شېبه ددوى دموټرو  دناسمو دريدو له  امله ښار بند وي او خلک په تشويش کې وي .

 

د ښار يو بل  اوسيدونکى  روح الله هم شکايت کوي او وايي چې د همدې بې احتياطۍ له امله د ملي اردو يوه موټر  درې ورځې وړاندې د سولې په څلور لاري کې يو سپين ږيرى وواهه ، چې ځاى په ځاى يې ساه ورکړه .

 

په لښکرګاه کي دنجونو د لېسې مديره  جميله  نيازۍ وايي چې نظامي موټر بې احتياطه ګرځي ، لوړ هارنډونه کوي او خلک يې له ستونزو سره مخ کړي دي .

 

هغې زياته کړه چې پرون د همدې لېسې د پنځم ټولګي يوه زدکوونکې د پوليسو موټر  د ښار په منځ کې په ډېرې بې رحمۍ  ووهله او ټپي يې کړه .

 

دنوموړې په وينا، که د ملي اردو او ملي پوليسو د ګزمو هدف د خلکو امنيت وي ، نو پلي دي ګزمې وکړي او خلک دې له خطرونو سره نه مخوي .

 

 هغې زياته کړه : (( که د موټرو دا ډول وحشيانه تګ راتګ روان وي ، نو خلک به له ويرې خپل ماشومان له ښوونځيو را وګرځوي . ))

 

د هلمند دترافيکو مدير  سمونوال عبدالرحمن د څرګندونو له مخې، په روان  کال کې ٤٦ ترافيکي پېښي په هلمندکې ثبت شوي، چې له امله يې ١٥ تنه وژل شوي دي .

 

 د هغه په وينا، له دغو پېښو څخه ١٥يې يواځې د امنيتي کسانو د موټرچلونکيو د بې احتياطۍ له امله رامنځ ته شوي دي .

 

هغه هم د پوځي موټرو بې احتياطي او د ترافيکي قوانينو د نه مراعتولو نيوکه پر ځاى وبلله .

 

نوموړي زياته کړه : (( نظامي موټر لارې بندوي او چې کله عام خلک ترې د لارې  خلاصيدو غوښتنه وکړي ، نو ناوړه چلند ورسره کوي . ))

 

خو د ٢٠٥ اتل قول اردو د درېيمې لوا قوماندان جنرال محي الدين غوري د ملي اردو د وسايطو پر چلونکيو د بې احتياطۍ تورونه ، نه مني .

 

 هغه وايي چې د دوى موټرچلونکي ټول لايسنس لري او له ټرافيکي اصولو سره بلد دي .

 

 هغه زياته کړه : (( ملي اردو هروخت د خلکو په خدمت کې ده . ))

 

د پوليسو دعامه نظم د قطعې يو موټر چلونکى عصمت الله ¸ د پوځي موټروانانو بې احتياطي مني، خو وايي چې د دوى د قطعې ټول موټر چلونکي مسلکي دي .  

 

 د هلمند د والي وياند داود احمدي ، د لښکرګاه د ښاريانو ستونزې مني او وايي چې د هوارولو لپاره يې هلې ځلې پيل شوې دي .

 

زين الله ستانکزى


د دغه خبر لپاره ستاسو رايې

Rated 3.1/5 (62%) 10 Votes

 
 

يادونې، نظرونه(0)

    خپل څرگندونې وليکئ

    ::. Please fill all the fields ! ::. Varification code is incorrect Please check carefully ! ::. Invalied email address !

    • ستاسو نوم
    • په گوته کړئ خپل ځاى
    • ستاسو د ايمل پته
    •  
    • يادونې، نظرونه
    • (ستاسو د بریښنا لیک پته به خپره نشي)
    • د لغت تصديقول وليکئ
    • 8P90Fs

    ورځنۍ رايه

    ستاسو په اند، څوک د کندهار قومي مشران وژني او یا یی له هیواد څخه په وتلو ګواښی ؟


    ستاسو په فکر، د کرزي په مشرۍ حکومت به وکولاى شي چې د افغانستان جگړه ختمه او سولې ته لار هواره کړي؟


    اعلانات