د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي چې تر راتلونکو پنځو کلونو به پنځه زره ښځينه پوليسې په کار وگوماري.
ددغه وزارت د مالوماتو له مخې د نوموړو پوليسو د جذب کار به ډېر ژر په بېلابېلو ولايتونو کې پيل شي.
په افغانستان کې د زرگونو ښځينه پوليسو په کار گومارل د هغو هڅو يوه برخه ده چې له څو کلونو راهيسې افغان حکومت د امنيتي ځواکونو د پياوړتيا په موخه پيل کړې دي.
د کورنيو چارو وزارت وايي چې په دې لړ کې به د نارينه پوليسو ترڅنگ په راتلونکو پنځو کلونو کې پنځه زره ښځينه پوليسې هم تر لازمې روزنې وروسته په کار وگوماري.
ددغه کار موخه په پلازمېنه او ولايتونو کې د بېلابېلو جرمونو او پېښو په وړاندې لازمه مبارزه ښودل شوې ده.
د کورنيو چارو وزارت چارواکي وايي چې ښځينه پوليسې ډېرى ځايونه د کورونو په پلټلو، د مېرمنو په تلاشي کولو او د ښځينه قضيو په څېړلو کې ښه کار کولاى شي.
د دغه وزارت وياند زمري بشري په دې اړه بي بي سي ته وويل چې د ياد شوې شمېرې ښځينه پوليسو د جذب عملي چارې به ډېر ژر په ټول هيواد کې پيل شي.
د هغه په وينا ددې کار لپاره په کابل کې يو سيمينار هم پيل شوى دى.
" ددې سيمينار موخه داده چې ورته را بلل شوي چارواکي که د پېژند دي که د جندر بېرته ولايتونو ته په تلو د جلب او جذب په مرکزونو کې نورو کارکوونکو ته روزنه ورکړي او ورته وښيي چې څنگه کولاى شي د کابل په گډون د هيواد په ټولو ولايتونو کې ښځينه پوليسې په کار وگوماري."
د کورنيو چارو وزارت وياند زياته کړه چې ټولې هغه نجونې چې له نهم يا دولسم ټولگي فارغېږي کولاى شي په پوليسو کې جذب شي.
د ښاغلي بشري په وينا دوى ته به د لنډ مهالو او اوږدمهالو زده کړو يو پروگرام هم په پام کې ونيول شي او امتياز به يې له نارينه پوليسو سره برابروي.
" ددوى د روزلو لپاره به له اسلامي اصولو او افغاني کلتور سره سم له نارينه و نه بېل د روزنې مرکزونه جوړ شي او هڅه به وشي چې ډېر ښه ښځينه پوليس وروزل شي."
د کورنيو چارو وزارت که څه هم دې لړۍ ته هيله من برېښي، خو ترڅنگ يې وايي چې په کور دننه شته امنيتي ستونزې او کلتوري محدوديتونه کولاى شي په دې برخه کې يو شمېر اندېښنې راوټوکوي.
د افغانستان په ملي پوليسو کې دا مهال سلگونه ښځينه پوليسې په دندو لگيادي چې کارونه يې يوازې تر پلازمېنې او ځينې لويو ښارونو پورې محدود دي.
بی بی سی پښتوخبر | کبيرحقمل | له کابله