سورغر ورځپاڼه
English 
د ژبې بدلول

امريکا له بزگرانوسره مالي مرسته کوي

2010-02-05 , خپرونکی د محمود رحمتي

 

 

 

دامريکا دمتحده ايالاتو نړيوالې پراختيا اداره دافغانستان په ختيځو اوجنوبي برخو کې له افغان بزگرانوسره دديرشو مليونو ډالرو مرسته کوي چي دوى زياتره دگټور بوټو کرکيله وکړي . دامريکا دمتحده ايالاتو پرمختيايي ادارې دخبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي دغه پروژه د دغې ادارې له خوا دامريکايي غيرحکومتي له لارې اجراکيږي چې په ترڅ کې يې دافغانستان په ختيځ اوجنوب کې دڅلوروکلونولپاره له بزگرانو سره دپيسومرسته وشي . دغه پروژه په هلمند اوکندهار کې له بزگرانوسره مرسته کوي چې دکوکنارو پرځاى د انگورواو انارو بڼونه جوړ کړي او په جنوبي سيمو کې دمڼو ، الوبالو اوبادامو بڼونه جوړ کړي . په کندهار، ارزگان ، هلمند اوزابل کې بزگران به د دغه پروګرام په چوکاټ کي بريالي شي چې خپل عوايد د دو کلونوپه ترڅ کې دوه برابره کړي . د دغې پروژې په مرسته د ننگرهار له بڼوالوسره چې يو وخت يې دستروميوو دتوليد يوه ساحه وه مالي مرسته کيږي چې دسترو ميوو صنعت بيا ورغول شي . دامريکا دنړيوالې پرمختيا ادارې رييس ويليم ام فري څرگنده کړه کرنه دافغانانو د ژوند مهمه برخه جوړوي . او له افغان بزگرانوسره مرسته دافغانستان اوامريکا ددواړو حکومتونو لپاره دمهمو لومړيتوبونو څخه دي. موږ خوشحاله يوچې په افغانستان کې دکرنې دپياوړتيا په لاره کې مرسته کوو.

سرچينه باخترآژانس


د دغه خبر لپاره ستاسو رايې

Rated 2.83/5 (56.67%) 12 Votes

 
 

يادونې، نظرونه(0)

    خپل څرگندونې وليکئ

    ::. Please fill all the fields ! ::. Varification code is incorrect Please check carefully ! ::. Invalied email address !

    • ستاسو نوم
    • په گوته کړئ خپل ځاى
    • ستاسو د ايمل پته
    •  
    • يادونې، نظرونه
    • (ستاسو د بریښنا لیک پته به خپره نشي)
    • د لغت تصديقول وليکئ
    • 2FsAs5H

    ورځنۍ رايه

    ستاسو په اند، څوک د کندهار قومي مشران وژني او یا یی له هیواد څخه په وتلو ګواښی ؟


    ستاسو په فکر، د کرزي په مشرۍ حکومت به وکولاى شي چې د افغانستان جگړه ختمه او سولې ته لار هواره کړي؟


    اعلانات