2010-09-05 , خپرونکی سلبمان شاه درانی
کابل | اتصالات افغانستان
په افغانستان کې د متحده عربی اماراتو د اتصالات د ځانګړې مخابراتي شرکت د پیرودونکو شمېره د ۴ میلیونو څخه واوښته.
په افغانستان کې د اتصالات اجرائیه مشر ښاغلی سعید حمد الهاملی دغه اعلان د اتصالات لخوا د روژې د سپیڅلې میاشتې د خوښیو او هوساینو د لمانځلو په خاطر د چمتو شوي روژه ماتي کلنۍ ماښامنۍ میلمستیا کې وکړه، چې د اتصالات کارکوونکو او ملګرو یی پکې ګډون کړی وو.
ښاغلی سعید د خبرو پر مهال وویل، زه د ځواکمن خدای څخه مننه کوم، چې مونږ ته یې دا موکه راکړه، چې ددې سپیڅلې میاشتې خوښۍ، ګټې او جایزې سره شریکې کړو.
نوموړي همدارنګه ټولو ګډونکوونکو ته مبارکي ورکړه، او د اتصالاتو له ټولو کارکوونکو څخه یې مننه وکړه، چې هر یو یې په خپل ځای د کمپنۍ په وده کې مرسته کړې او د خپلو غوره او ارزښتمندو وړاندیزونو په وړاندې کولو سره یې خپلو پیرودونکو ته غوره خدمتونه وړاندې کړي دي.
هغه وړاندې وویل، چې د الله (ج) په ملاتړ او د متحده عربو اماراتو د مشرانو په خوځښت او هوښیارتیا، مونږ د افغانستان بیا رغاونې ته ژمن یو. دا زمونږ لپاره یوه اصلي لارښود ده او زیار اوباسو چې څنګه یی پلی کړو. مونږ ژمن یو چې، موکې رامنځته کړو او له نورو سره یې شریکې کړو تر څو الله پکې برکت واچوي.
الهاملی وړاندې وویل، چې د ۲۰۰۷ کال د اګست په میاشت کې چې کله مونږ په افغانستان کې خپل کار پیل کړ، نو کمپنۍ په دریو کلونو کې د ۳۰۰ سوه میلیونو ډالرو څخه ډېره پانګونه وکړه.
هغه وړاندې وویل، نن زه ویاړم، چې زمونږ د ګډونکوونکو ډله د ۴ میلیونو څخه اوړي او ګټه یی هم دوه برابره شوېده او په ۲۹ ولایتونو کې د ۳۰۰۰ خرڅلاو څانګو په درلودلو سره خدمتونو وړاندې کوو، او که خدای کول د ۲۰۱۰ کال په پای ته رسیدو سره به په ۳۴ ولایتونو کې خپل غوره خدمتونو وړاندې کولو ته دوام ورکړو.
ددغې میلمستیا ګډونکوونکو د خپلو خبرو پر مهال د اتصالات د هڅو څخه مننه وکړه، چې د اسلام د پرمختګ، د اسلامي ارزښتونو ته په درنښت او د اسلامي فرهنګ او دود په پیاوړی کولو کې یې د زړه له کومې هڅې کړي دي.
اتصالات په دوبۍ کې د سپیڅلی قرآن نړیواله جایزې سیالي په بریالۍ توګه په لاره واچوله، چې د افغانستان د ننګرهار ولایت څخه ګډونکوونکي قاري ولی الله په کې د جایزې وړونکی اعلان شوه.
اتصالات هڅه کوي، چې کرکټ او لوبو ته له ډیرې ټیټې کچې څخه وده ورکړي او تاسو تل ددې ډول لوبو لیدونکي یاست.
ښاغلی سعید همدا راز زیاته کړه، مونږ د افغانستان د خلکو او حکومت څخه ډېره مننه کوو، چې د افغانستان اتصالات څخه ملاتړ کوی او متحده عربو امارت زمونږ کلک ملاتړی دی چې په راتلونکو کلونو کی د افغانستان او د افغانستان د خلکو سره د هغوی په پرمختګ کې مرسته وکړو. مونږ هوډ لرو، چې خپلې پانګې اچونې ته دوام ورکړو، کار ته پرمختیا ورکړو، په مسقیمه او یا غیرمستقیمه توګه د کارموندنې موکې چمتو کړو او په افغانستان کې په متحرک ډول اقتصاد پیاوړی کړو.
پای