سورغر ورځپاڼه
English 
د ژبې بدلول

افغانستان په نړيوالو رسنيو کې

2010-02-04 , خپرونکی Mahmood  Rahmaty

 

 


باسټن ګلوب او نيويارک ټايمز ورځپاڼو د افغانستان په اړه د لندن کنفرانس، د امريکايي سياست والو تر منځ تضاد او د امريکا او ولسمشر کرزي تر منځ د توافق نشتوالي په اړه مطالب خپاره کړي دي.

باسټن ګلوب:

په امريکا کې خپرېدونکې ورځپاڼې باسټن ګلوب په وروستۍ ګڼه کې "په افغانستان کې تضادونه" تر سرليک لاندې يوه مقاله ليکلې او په يوه برخه کې يې راغلي:

د افغانستان جمهور رئيس د لندن په کنفرانس کې د خپل هېواد راتلونکى پلان تشريح کړ، خو يوه خبره پکې په تکرار سره ذکر شوه او هغه له طالبانو سره د سولې يا مصالحې او په ټولنه کې د وسله والو د جذبولو مسئله وه. د افغانستان جمهور رئيس د دې کار لپاره د لويې جرګې د جوړېدو وړانديز کړى دى.

باسټن ګلوب ورځپاڼه ليکي، د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې هيلري کلنټن د هغو طالبانو د جذب خبرې وکړې، چې له خپلو حلقاتو يا کړيو څخه جلا شوي دي.

د ورځپاڼې په باور، د طالب وسله والو جذبول نېک کار دى او بايد په دې لار کې زياتې هلې ځلې وشي، خو په دې اړه د امريکا د سياست والو تر منځ اختلاف موجود دى.

ورځپاڼه ليکي، که څه هم چې د لندن د کنفرانس هدف د مختلفو اړخونو راټولول وو، خو داسې برېښي، چې د متحده ايالتونو او جمهور رئيس کرزي تر منځ پوره توافق نشته.

ورځپاڼه زياتوي، د امريکا متحده ايالات وېره لري چې داسې ونه شي، چې جمهور رئيس کرزى د مصالحې لپاره ټول مخالفين يوې خېمې ته راوبولي او له حدودو اخوا پرېکړې وکړي.

باسټن ګلوب د يوه انګليس ډيپلوماټ له خولې ليکي، که له مخالفينو سره د جمهور رئيس کرزي توافق وشي نو په هغه صورت کې به طالبان د افغانستان سياسي تشکيل ته داخل شي او نور به د نړيوالو ټروريسټانو په ډله کې نه شمېرل کېږي. په داسې يوه حالت کې به له ناټو او امريکايي عسکرو سره دا پوښتنه پيدا شي، چې دوى ولې د طالبانو د ماتولو لپاره قربانۍ ورکوي.

له بلې خوا د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې په افغانستان کې د ښځو د ونډې خبرې وکړې او حتى په ځينو شبکو کې يې د ښځو د مشرتابه يادونه هم وکړه.

خو که چېرې د ښځو پر ونډه باندې زيات ټينګار د دې سبب شي، چې يو زيات شمېر افراطيان د سولې له عمليې څخه ووځي، نو د ورځپاڼې په باور، د ښځو زيات حضور به د سولې لار بنده کړي.

باسټن ګلوب ورځپاڼه وړاندې ليکي، بل تضاد دا دى چې طالبان په پاکستان کې د پټېدو ځايونه لري او له هغه ځايه په افغانستان کې پر  بهرنيو ځواکونو حملې کوي.

خبره دا ده چې امريکا، پاکستان خپل دوست او متحد بولي او د امريکا د نورو دوستانو په ډله کې، سعودي عربستان او عربي متحده امارات هم له طالبانو سره مرسته کوي.

نيويارک ټايمز:

نيويارک ټايمز ورځپاڼه په وروستۍ ګڼه کې هم د افغانستان په اړه يوه مقاله ليکي او د پيل په کرښو کې يې ليکي، که څه هم چې د لندن په کنفرانس کې ګډونوالو د افغانستان لپاره د مرستو زياتې ژمنې وکړې او افغانستان ته د زياتو عسکرو په استولو هم سلا شول. خو د ناټو عمومي منشي اندريس فوغ رازموسن وايي، په افغانستان کې پوځي روزونکو ته زياته اړتيا ده او هڅه به وکړي، چې د ناټو غړي هېوادونه په دې کار کې مرسته وکړي.

ورځپاڼه وړاندې ليکي، راز موسن دا هم ويلي، هر څومره چې په افغانستان کې د پوځي روزونکو شمېر زياتېږي، په هماغه اندازه د دې هېواد د ملي پوځ او پوليسو د رزونې چارې سرعت پيدا کوي او په دې توګه به افغان امنيتي ځواکونه ژر تر ژره د امنيتي چارو د مسووليت اخيستنې جوګه شي او بهرنيو ځواکونو ته به له افغانستان څخه د وتلو لار خلاصه شي.

ګارډين برتانوۍ ورځپاڼې د يوه متقاعد پاکستاني صاحب منصب له قوله ليکلي چې د طالبانو مشر تيار دى له القاعده څخه ځان خلاص کړي.

ورځپاڼه له راولپنډۍ څخه د ديکلن والش په قلم په دې تبصره کې ليکلي: د پاکستان د پوځي استخباراتو يا آى ايس آى يو متقاعده صاحب منصب وايي چې که ملا عمر ته موقع په لاس ورشي د القاعده کسان به په نښه کړي.

ډګرمن سلطان اميرتارړ ، چې ملا عمر يې شاګردي کړې او د ده په وينا نوموړى د ده له لوري روزل شوى، وايي چې ملا عمر سوله غواړي اونور د جګړې طرفدار نه دى.

ګارډين وايي که د تارړ دا خبره حقيقت ولري نود لوېديځوالو لپاره به ښه خبره وي چې غواړي د افغانستان د شخړې لپاره يوه سوله ييزه حل لار پيدا کړي.

خو ډيپلوماټان او استخباراتي مقامات پوښتنه کوي چې په څه ډول ملا عمر له القاعده څخه ځان بېل کړي چې له تېرو اتو کلونو راهيسې دوى ته پيسې ورکوي، لارښوونې او ايډيالوژيک ملاتړ يې کوي.

نيويارک ټايمز د افغانستان په اړه دوې مقالې خپرې کړې، چې په يوې کې يې په دې باب رڼا اچول شوې چې په افغانستان کې مېشت امريکايي سمندري پلي سرتېري په افغانستان کې د سولې او امنيت د راوستلو لپاره د ولس د ملاتړ لپاره په داسې لارو-چارو کار کوي چې د هغوى زړونه خپل کړي.

ورځپاڼه په هلمند کې د امريکايي ځواکونو له لوري د يوه قومي مشر د کور او د هغه د کلي د جومات په ترميمولو کې د امريکايي ځواکونو مالي مرستې ته اشاره کړې او ويلي يې دي چې دا ډول چارې په ولس کې د طالبانو د نفوذ مخه نيولاى شي.

ورځپاڼه وايي چې په نږدې يوه مياشت کې امريکايي ځواکونو په دا ډول شلو پروژو نږدې پينځوس زره ډالر لګولي او د راتلونکي کال د پسرلي تر پايه به په پينځه اويا نورو پروژو دوه لکه ډالر ولګوي.

آيريش ټايمز ورځپاڼې له جګړې د راګرځولو لپاره د ولسمشرکرزي پر هغه پلان رڼا اچولې چې پر اساس يې عادي طالبانو ته کار برابرېږي. ورځپاڼه د ځينو لوېديځو سرچينو په قول وايي چې ممکن له دې لارې په سلو کې اتيا جنګېدونکي عناصر وسله پر ځمکه کښېږدي.


د دغه خبر لپاره ستاسو رايې

Rated 2.7/5 (54%) 10 Votes

 
 

يادونې، نظرونه(0)

    خپل څرگندونې وليکئ

    ::. Please fill all the fields ! ::. Varification code is incorrect Please check carefully ! ::. Invalied email address !

    • ستاسو نوم
    • په گوته کړئ خپل ځاى
    • ستاسو د ايمل پته
    •  
    • يادونې، نظرونه
    • (ستاسو د بریښنا لیک پته به خپره نشي)
    • د لغت تصديقول وليکئ
    • txMAtP

    ورځنۍ رايه

    ستاسو په اند، څوک د کندهار قومي مشران وژني او یا یی له هیواد څخه په وتلو ګواښی ؟


    ستاسو په فکر، د کرزي په مشرۍ حکومت به وکولاى شي چې د افغانستان جگړه ختمه او سولې ته لار هواره کړي؟


    اعلانات