2010-02-04 , خپرونکی د محمود رحمتي
د تېرې ګڼې د(مزلي په نوم د آوازې په ځواب كې) د جنرال مزلي ځوابيه ليك
د سورغر په تېره ګڼه كې چې د جنرال مزلي په اړه كومه آوازه خپره شوې وه او په اړه يې پكې ځينې خبرې شوې وې، په ځواب كې يې خپله محترم جنرال مزلي خپل ځوابيه ليك رالېږلى دى. دوى ليكي: "سورغر اوونيزه چې له څو كلونو راهيسې يې په كندهار ښار كې په خپرونو پيل كړى، تر اوسه ډول-ډول مضامين، ليكونه، راپورونه او نور مطالب خپروي، خو له څه وخت راهيسې ځينې داسې ليكنې هم خپروي چې بايد خپرې يې نه کړي، لكه د تېرې ګڼې د آوازو په برخه كې چې يې د جنرال مزلي په اړه كومه آوازه خپره كړې وه، چې دغه ډول خبرې اصلاً هېڅ حقيقت نه لري. بلکې هغه خبره چې په (اوازه) کې خپره شوې وه د هغه واده راهيسې پوره يو کال اوړي او هغه ډول خبرې چې د نجلۍ کورنۍ وتښتېده هېڅ حقيقت نه لري.
كه لږ و ډېر ليرې او نږدې وګورو، دا به ومنو چې له اولې ورځې څخه تر اوسه محترم مزلى د دوستانو له خوا پر قدرت كښېنول شوى دى، ده خپله د دې تلاښ نه دى كړى او نه يې له قدرت او څوكۍ څخه ناوړه ګټه تر لاسه كړې ده، نه يې تر اوسه د چا ځمكه، باغ، سراى او نه كوم بل ځای قبضه كړى دى او په ټول كندهار كې تر اوسه كوم ماركېټ، سراى، باروړونكى موټر او يا هم د ځان په نوم كوم پټرول پمپ لري او نه هم له خپله ځايه يو او بل ځای ته ځي. هر څه خداى (ج) پر خپل كور وررسولي، هغه يې هم له نورو دوستانو سره شريك كړي او هر وخت يې د خلکو اړتياوې پوره كړې دي. يارانو او انډيوالانو ته يې پسونه او غويي حلال كړي او ځوانانو ته يې په سلګونو زره روپۍ وخت په وخت وركړې دي. هغه د چا خبره وايي په يوه چپلاخه د سلو مخ خوږېږي. د سورغر اوونيزې په تېره ګڼه كې په ښاغلي جنرال محمد مزلي مجاهد پسې ځينې له حقيقته ليرې خبرې د آوازې په بهانه ليكلې وې، چې آوازې پخپله حقيقت نه وي. له حقيقت څخه ليرې شيان خپرول په مطبوعاتو كې ښه خبره نه ده. موږ مخكې وويل چې محمد مزلى مجاهد پخپله يو غريب دوست او ملنګ سړى دى. په زرګونو خلک يې دا مهال په كاروبار اخته كړي او له فساد څخه يې ليرې ساتلي دي. دى پخپله د تجارت په دنده بوخت دى او له نورو خلکو سره يې د خدمت يوه بېلګه د مزليانو سراى دى، چې دا مهال لسګونه دوكانداران او تجاران كار و بار پكې كوي. داسې نور ښاريان هم د ورځې په دغه سراى كې حلاله نفقه برابروي چې دا سراى اوس يو ډېر ښه تجارتي مركز دى. بل خدمت يې د خرقې شريفې امنيتي حوزه ده چې د دغې حوزې امنيت يې داسې ساتلى، چې تاثير يې په ټوله اوله ناحيه کې پروت دى. ده خپل د امنيت ملګري ډېر ښه نازولي دي او يوازې يې د كندهار نه، بلکې د هرې سيمې خلک يې له ځان سره ملګري كړي او هغوى يې ښه نازولي دي. ده تر اوسه يو شى هم له دولت او خارجيانو څخه نه دى غوښتى، هر څه يې خپل دي او نه هم هغوى وركړي دي. د خدمت يوه بله بېلګه يې د پوليسو په زون كې د يوې سترې ودانۍ جوړول دي، چې دا كار يې هم پخپلو پيسو كړى دى. سورغر اوونيزه كه څه هم د جنرال صاحب له كور څخه ډېر ليرې نه ده، خو بيا هم له حاله خبر نه وي. دوی د ولور روپۍ ۱۲۰ لكه كلدارې ليكلې دي، سره له دې چې جنرال صاحب دوه لكه ډالر ور كړي او همدومره يې په دسمال كې مصرف كړې دي. هر څوك چې پيسې ولري، په دغه ورځ يې مصرفوي."
دوى د خپل رالېږلي ليك په آخر كې يو وار بيا سورغر ګرم بللى او دارنګه ليكنې يې له دوى څخه ګڼلې دي.
د ليك ځواب: ښاغلى جنرال صاحب، له ليك څخه مو مننه. موږ په دې خوښ يو او خوښېږو چې تاسو خپل ځوابيه ليك سورغر ته راولېږى او د هغو تورونو سپيناوى مو وكړ چې پر تاسو لګېدلي وو او ستاسو په خبره چې حقيقت نه لري. تاسو په خپل ليك كې پر سورغر هم نيوكه كړې وه او سورغر مو په دغه آوازه تورن كړى و. سره له دې چې سورغر يوازې د خلکو ليكونه او آوازې خپروي، نظر او فكر د هغوى وي، سورغر پكې هېڅ دخل نه لري، نه له چا سره په دې كې همږغي لري، نه هم دا تكل لري چې يو څوك دې سپك كړي او نه هم داسې څه خپروي چې د چا درنښت ته دې زيان واوړي. په سورغر كې چې كوم ليكونه، نظرونه او آوازې خپرېږي، يوازې په خلکو پورې اړه لري او د هغوى خبرې دي. او بله خبره دا ده، سورغر ته بېلابېلې اوازې او خبرې راځي چې ښايې ځينې کسان يې د شخصي ناړو اغراضو لپاره زموږ څخه د خپرولو غوښتنه وکړي خو سورغر نه شي کولای چې د هغوی شخصي او ناوړه اغراض تر خپراوې وړاندې ځان ته معلوم کړي، نو ښه لار يې دا ده چې تاسو خپل ځوابيه ليک راولېږه او موضوع مو په سم ډول روښانه کړه. خدای دې وکړي چې دغه څو كرښې به ستاسو د قناعت وړ ګړځېدلې وي او زموږ په اړه به مطمين شوي ياست.
د ولايت، ولايتي شورا او امنيه قوماندانۍ د پام وړ
له پينځمې ناحيې څخه د عصمت مسلم په نوم يوه تن سورغر ته ليك رالېږلى او په ليك كې يې په ولايت مقام، ولايتي شورا او امنيه قوماندانۍ ږغ كړى او د دوى پام په ښار كې دننه هغه ستر مصيبت ته راګرځوي چې تر ډېره ځايه زموږ عام ښاريان او د حكومت ډېرى پوليس په ككړ دي.
مسلم صاحب ليكي: "كه موږ لږ څه د خپل ښار اوسني حالت ته ځير شو، په سلګونو مصيبتونه به د ښار په هره برخه كې ووينو، چې يو له هغو څخه نشه يي توكي او په همدې توکو روږدي کسان دي. د ښار په هر كونج او كنار كې نشه يي توكي موندل كېږي او معتادين پرې راټول وي. مخكې به څه ناڅه پټ وو، خو اوس يې پلورل د ښار په هره ناحيه، سړك او كوڅه كې په ډېره اسانه توګه لاس ته راوړل كېږي. د ښار په هره برخه كې ساقي خانې او ساقيان ليدل كېږي، د حكومت له لوري دې بلا ته هېڅ پاملرنه نه كېږي او نه يې تر اوسه په دې اړه خاص د پام وړ اقدام كړى دى. ومو نه ليدل چې د حكومت پوليسو دا دى نن د كومې ساقي خانې دروازه بنده كړه او يا يې د كوم ساقي لاسونه وروتړل. هره ورځ زموږ د ښار ډېر ښه او ښايسته ځوانان د دغو ساقي خانو او ساقيانو په مرسته په دغه ناوړه عمل روږدي كېږي. كله خو ډېر واړه هلكان هم تر دغو ځايونو ځانونه رسوي او هلته د دغې بلا ښكار كېږي. بده خو لا دا ده، چې نه يوازې د ښار عام خلک په دغه بلا لړلي، بلکې زموږ د ښار هغه برخه خلک چې د دې هېواد يا زموږ د ښار د امنيت چارې او په ښار كې د ټولو ناوړه چارو د مخنيوي دنده ورتر غاړې ده، هغوى هم په نشه او نشه يي توكو روږدي دي. په پوليسو او نورو ساتندويانو كې ډېره برخه د دوى په نشه اخته دي، په پوستو كې هم نشه وي، كله چې په ښار كې موټر چلوي، هم د نشې په حال كې وي، چې يوه بېلګه يې په ښار او د ښار په شاوخوا كې د پوليسي موټرونو له اندازې زيات ځغلول او بېځايه هارنونو وهل دي. د ځينو ناحيو او رياستونو محافظين بيا چې كله ساقيان او يا نور په نشه يي توكو روږدي كسان ونيسي، د څو پيسو په بدل كې يې ايله كوي. دغه خلک يوازې څو روپو ته ګوري، نور دې ته فكر نه كوي چې دا موږ ګټه وكړه او كه د ځان او ښاريانو په كورونو مو اور پورې كړ. زه او موږ د ښار ډېرى خلک له پورته ذكر شوو ارګانونو څخه هيله كوو چې دې ذكر شوي آفت او دې ته ورته نورو آفاتو ته جدي پاملرنه وكړي تر څو زموږ د ښار خلک له دې بلا څخه ژغورل شوي وي."