سورغر ورځپاڼه
English 
د ژبې بدلول

کامرون د څرګندونو له امله د ((ای اس ای)) مشر انګلستان ته خپل سفر لغوه کړ

2010-07-31 , خپرونکی محمد سلطان شریفی

 

اسلام آباد
د پاکستان د څارګرې ادارې ((ای اس ای)) رييس په روانه اوونۍ کې انګلستان ته خپل سفر ، د انګلستان د لومړي وزير ډېوېډ کامرون د څرګندونو په احتجاج کې ، لغوه کړ

 .
د ((ډاون )) خبري رسنۍ د رپوټونو پر بنسټ ، ټاکل شوې په دې روانه اوونۍ کې د ((ای اس ای)) رييس احمدشجاع پاشا د خپلو همکارانو سره يو ځای انګلستان ته تللی وای او هلته يې له خپل سيال سره ليدلي وای خو په نوي ډهلي کې د کامرون د څرګندونو له امله يې خپل سفر لغوه کړ .
د انګلستان لومړي وزير ډېوېډ کامرون هند ته د خپل سفر په مهال ويلي و، چې پاکستان بايد له دوه ګوني سياست څخه لاس واخلي .


نوموړي پر پاکستان نيوکه کړې ، چې له يوې خوا په علني توګه په افغانستان کې د سولې د رامنځته کيدو څخه ملاتړ کوي او بيا په پټه وسله والو ډلو سره مرستې کوي . 


د دغه خبر لپاره ستاسو رايې

Rated 1.6/5 (32%) 5 Votes

 
 

يادونې، نظرونه(0)

    خپل څرگندونې وليکئ

    ::. Please fill all the fields ! ::. Varification code is incorrect Please check carefully ! ::. Invalied email address !

    • ستاسو نوم
    • په گوته کړئ خپل ځاى
    • ستاسو د ايمل پته
    •  
    • يادونې، نظرونه
    • (ستاسو د بریښنا لیک پته به خپره نشي)
    • د لغت تصديقول وليکئ
    • Zkegv78

    ورځنۍ رايه

    ستاسو په اند، څوک د کندهار قومي مشران وژني او یا یی له هیواد څخه په وتلو ګواښی ؟


    ستاسو په فکر، د کرزي په مشرۍ حکومت به وکولاى شي چې د افغانستان جگړه ختمه او سولې ته لار هواره کړي؟


    اعلانات