2010-07-30 , خپرونکی محمد سلطان شریفی
کابل
سعودي عربستان د افغانستان د پوهنې له وزارت سره د ښوونځيو،ديني مدرسو او دارالعلومونو د ودانيو د جوړولو لپاره ۲۴ ميليون امريکايي ډالره مرسته کوي.
دغه څرګندونې د پوهنې وزارت لخوا د زمري په ٧مه، په رالېږل شوې خبرپاڼه کې شوې دي .
په خبرپاڼه کې د پوهنې وزارت د اسلامي تعليماتو مرسيتال ډاکټر شفيق صميم له خولې ويل شوي چې پريادو شويو پيسو به په نږدې راتلونکي کې د يو شمېر ښوونځيو، ديني مدرسو او دارالعلومونو ودانۍ جوړې شي .
په خبرپاڼه کې په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړل شوي.
سرچينه زياتوي چې سعودي عربستان تر دې وړاندې د کابل ښار د مرنجان غونډۍ پر سر د همدې مملکت د پخواني پاچا ملک فهد له وصيت سره سم د ۱۰۰ ميليونو ډالرو په لګښت د اسلام آباد د فيصل جومات په څېر د يوه لوی جامع جومات او اسلامي مرکز د جوړولو ژمنه هم کړې ده .
رحمت الله افغان