2010-07-29 , خپرونکی محمود رحمتي
د ايټاليا دفاع وزارت وويل چې پرون(چهارشنبه)د دوي دوه عسکرپه افغانستان کې د سړک د غاړې په چاودنه کې لږ وروسته له دې ووژل شول چې هغوي دې ته ورته يوه بله چاودېدونکې وسيله شنډه کړه.
له روم څخه د تاند د راپور له مخې د ايټاليا صدراعظم سيلفيوبرلوسکوني د وژل شويو عسکرو د کورنۍ له غړيو سره خواخوږي څرګنده کړه خوپه عين حال کې يې په دې ټينګار وکړ چې په افغانستان کې د ايټاليايي پوځيانو شتون ضروري دي.
د ايټاليا دفاع وزارت په يوه خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي چې د افغانستان په هرات کې دوه بم شنډونکي ايټالوي ماهران وروسته له دې وژل شوي چې دوي دې ته ورته نور چاودېدونکي مواد په بري سره شنډ کړل.
د ايټاليا د پارلمان ولسي جرګې او همداراز مشرانو جرګې د دې پېښې په خاطريوه دقيقه چوپتيا غوره کړه.
ايټاليا په افغانستان کې د ناټو ترمشرۍ لاندې د نړيوالو ځواکونو (ايساف) په چوکاټ کې درې زره درې سوه(۳۳۰۰) عسکر لري چې په هرات او کابل کې دېره دي.
له
دغو دوو عسکروسره تراوسه پورې ۲۹ تنه ايټاليايي پوځيان په افغانستان کې وژل شوي دي.
له تانده په مننه