سورغر ورځپاڼه
English 
د ژبې بدلول

د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ او رسنیو نوې مسؤلین وټاکل

2010-08-01 , خپرونکی محمود رحمتي

 

 

د افغانستان کرکټ بورډ په هیواد کې د کرکټ د پرمختګ لپاره د کورني کرکټ مدیربت لپاره  دولت احمدزی او د رسنیو د څانګې  مدیریت لپاره  الهام الحق یاسني په دندو وګمارل.

د افغانستان د کرکټ بورډ د رسنیو د څانګې د راپور له مخې د کرکټ بورډ اجرایوي مشر ډاکټر حامد شینواری وایي (( دولت احمدزي او الهام یاسني د دې دندو لپاره د د ازاد رقابت  له مخې کرکټ بورډ ټاکلي، دولت احمدزی په شپږو شارټ لستو کسانو کې او الهام یاسیني په دریو شارټ لیست کسانو کې کرکټ بورډ غوره کړي، نوموړو د کرکټ بورډ دې دندې د ګمارلو پوښتنو ته له نورو کاندیدانو  ښه ځوابونه وویل، د ټاکلو دندو لپاره یې خپل پلانونه د کرکټ بورډ مسؤلینو ته وړاندې کړل، همدا لامل و چې کرکټ بورډ الهام یاسیني د رسنیو د مدیر او دولت احمدزی د کورني کرکټ د مدیر په حیث وټاکل.

د کرکټ بورډ د اداري څانګې مسؤل عبد الحمید راشدي وايي چې له ډیر زیار او کوښښ څخه وروسته په دې وتوانید چې د کورني کرکټ  او د کرکټ د رسنیو څانګې لپاره وړ او په کرکټ پوه اشخاص پیدا کړو.

کرکټ بورډ کوښښ کوي چې په افغانستان کې د کرکټ د پرمختګ لپاره پ

ه کرکټ پوه او د کافي زده کړو لرونکي په دندو وګماري، او یاده دې وي چې دولت احمدز او الهام یاسیني پیژندنې ته اړتیا نه لري خو بیا هم د دواړو لنډ شالید ته ستاستو پام رااړو:

دولت احمدزی:

دولت احمدزی د افغانستان د لوګر د ولایت دی، د ۱۹۸۴ز کا ل  د سپتمبر د میاشتې په نهمه نېټه يې په خیبر پښتونخواه کې سترګې غړولي دي.

دولت احمدزی د افغانستان د ملي لوبډلې تیز توپ ویشتونکی و، ۱۰ کاله د ملي لوبډلې لوبغاړی پاتې شوی دی.

احمدزي په خیبر پښتونخواه کې د اې ار سي لیسه لوستلي، د پاکستان د ډیګري کالج د کمپیوټر له څانګې څخه ډیپلمه لري، د لیډي ریډنګ په روغتون کې دوه کاله د نرسنګ زده کړي دي.

د دولت احمدزي مهم پلان:

د دولت احمدزي مهم پلان په افغانستان کې  د کرکټ فرسټ کلاس کرکټ منځ ته راوړل، د ملي لوبډلې لپاره د پیاوړی لوبغاړو بک اپ جوړول او په افغانستان کې سمیز کرکټ د  ولایتي کرکټ تر څنګ رواج کول دي.

الهام الحق یاسیني:

 

الهام یاسیني د ننګرهار ولایت  د کامې د ولسوالۍ د معرفت د کلي اوسیدونکی دی، یاسیني اوس ۲۵ کاله عمر لري، د ښوونځي زده کړي یې د پښتونخواه د کچه ګړۍ  په کمپ او د کامي په ولسوالۍ کې کړي، د ژورنالیزم د تلویزون په برخه کې یې  لوړې زده کړي د مصر د عربي جمهوریت د قاهرې د پوهنتون څخه تر لاسه کړي، اوس د عربي هیوادونو په پوهنتون کې د ماسټرۍ د دورې د دویم کال زده کړیال دی.

یاسیني له درې کلنو څخه د افغانستان د سیمیزو مطالعاتو د مرکز همکار و، د افغانستان د  کرکټ په ډګر کې  د څلور کلنو  راپدیخوا لیکنې کوي،  یاسیني درې کاله د ټول افغان د پښتو او انګلسي  کرکټ څانګو دنده پر مخ بولي او د افغانستان کرکټ ته یې د رسنیو په ډګر کې نه هیریدونکي خدمتونه وړاندې کړي.

د الهام یاسیني مهم پلان:

د افغانستان د کرکټ بورډ څانګه په بنسټیز ډول جوړول، د افغانستان د کرکټ لپاره د معلوماتو ډکې ویب پاڼې بمسڼ ایښودل او  په افغانستان کې د کرکټ د پرمختګ لپاره د نړیوالو او کورنیو رسنیو سره ښې او پیاوړې اړیکې جوړول دي.

 

 

ايلهام ياسني


د دغه خبر لپاره ستاسو رايې

Rated 1.67/5 (33.33%) 3 Votes

 
 

يادونې، نظرونه(0)

    خپل څرگندونې وليکئ

    ::. Please fill all the fields ! ::. Varification code is incorrect Please check carefully ! ::. Invalied email address !

    • ستاسو نوم
    • په گوته کړئ خپل ځاى
    • ستاسو د ايمل پته
    •  
    • يادونې، نظرونه
    • (ستاسو د بریښنا لیک پته به خپره نشي)
    • د لغت تصديقول وليکئ
    • Mtox4yF

    ورځنۍ رايه

    ستاسو په اند، څوک د کندهار قومي مشران وژني او یا یی له هیواد څخه په وتلو ګواښی ؟


    ستاسو په فکر، د کرزي په مشرۍ حکومت به وکولاى شي چې د افغانستان جگړه ختمه او سولې ته لار هواره کړي؟


    اعلانات