سورغر ورځپاڼه
English 
د ژبې بدلول

موريتيرلن خپله وروستۍ لوبه تاريخي کړه

2010-07-31 , خپرونکی محمود رحمتي

 

 


له هند سره په سريلانکا کې ترسره کېدونکې پنځه ورځنۍ لوبه لا پخوا ټولو ته معلومه وه چې د کرکيټ لوبې د يوۀ خورا ځليدلي اتل موريتيرلن وروستۍ لوبه ده .

په دغه لوبه کې دلچسپي يوازې تر همدې ځايه نه وه.

موريتيرلن تر دغې لوبې وړاندې په پنځه وروځنيو سياليو کې اووه سوه دوه نوي لوبغاړي سوځولي وو. پوښتنه دا وه چې دى به په وروستۍ لوبه کې اته نور لوبغاړي هم وسوځوي که نه چې نړيوال بې ساري ريکارډ ټينگ کړي. موريتيرلن دا کار وکړ او خپله وروستۍ لوبه يې تاريخي کړه.

٣٨ کلن موريتيرلن په ١٩٩٢ کال کې پنځه ورځنۍ لوبې پيل کړې او د پنجشنبې په ورځ (د جولاى ٢٢) يې خپله وروستۍ لوبه وکړه او له پنځه ورځنيو لوبو تقاعد شو. موريتيرلن ته په معاصرو لوبغاړو کې د لوبغاړو د سوځولو له پلوه هېڅ څوک هم نږدې نه دى. تر ټولو نږدې لوبغاړى استراليايي شېن وان دى چې تېر کال له لوبو لاس پر سر شو، خو هغه تر سريلانکايي اتل دوه نيوي کم لوبغاړي سوځولي وو.

د کريکټ لوبې کارپوهان وايي، ښايي ډېره گرانه وي چې څوک د موريتيرلن ريکارډ مات کړي. دوى دا هم زياتوي چې په لوبو کې ريکارډونه يو نه يو وخت ماتېدونکي وي، خو د موريتيرلن په قضيه کې ښايي کوم بل لوبغاړى په نږدې کلونو کې پيدا نه شي چې تر ده هم ډېر بريالى ثابت شي.


د دغه خبر لپاره ستاسو رايې

Rated 2.67/5 (53.33%) 3 Votes

 
 

يادونې، نظرونه(0)

    خپل څرگندونې وليکئ

    ::. Please fill all the fields ! ::. Varification code is incorrect Please check carefully ! ::. Invalied email address !

    • ستاسو نوم
    • په گوته کړئ خپل ځاى
    • ستاسو د ايمل پته
    •  
    • يادونې، نظرونه
    • (ستاسو د بریښنا لیک پته به خپره نشي)
    • د لغت تصديقول وليکئ
    • QZv2RCD

    ورځنۍ رايه

    ستاسو په اند، څوک د کندهار قومي مشران وژني او یا یی له هیواد څخه په وتلو ګواښی ؟


    ستاسو په فکر، د کرزي په مشرۍ حکومت به وکولاى شي چې د افغانستان جگړه ختمه او سولې ته لار هواره کړي؟


    اعلانات