2010-07-31 , خپرونکی محمود رحمتي
کابل - سورغر: په کندهار کې د واليبال لوبې اووه غوره لوبډلې په يوه تازه پيل شوي ټورنمنټ کې يو د بل په وړاندې لوبېږي چې د چارواکو په وينا، په پايله کې به يې د دې ولايت د واليبال د منتخبې لوبډلې لپاره لوبغاړي غوره شي.
دا سيالۍ چې د کندهار په غازي ايوب خان لوبغالي کې تر سره کېږي، د روانې لمريزې مياشتې زمري پر شپږمه د چهارشنبې په ورځ پيل شوې دي. په دغو سياليو کې لوبېدونکې ټولې اووه لوبډلې غوره او د کندهار ښار د مرکز اړوند دي.
د کندهار د ورزشي چارو آمر محمدالله گلالي د دغو لوبو د پيل پر مهال سورغر اوونيزې ته وويل چې د واليبال دا ټورنمنټ يې د کندهار په کچه د واليبال د منتخبې لوبډلې د لوبغاړو د غوراوي په موخه پيل کړى دى. ښاغلي گلالي وويل، په دغه ټورنمنټ کې د کندهار ښار اووه غوره لوبډلې لوبې کوي او له منځه به يې يوه منتخبه لوبډله وټاکل شي. گلالي همدا راز وويل چې دا لوبې به دوولس ورځې دوام وکړي.
د واليبال دغه لوبې د نندارچيانو له تود هرکلي سره مخ شوې دي. دا په کندهار کې چې له ناارامو ولايتونو څخه بلل کېږي، د ډېرو په اند، د ځوانانو لپاره ښه بوختتيا بلل کېږي. د ټورنمنټ د لومړنۍ لوبې يو شمېر نندارچيانو سورغر اوونيزې ته وويل چې دا لوبې له يوې خوا د ورزش په برخه کې پرمختگ بلل کېږي او له بلې خوا د خلکو لپاره يو ډول تفريح هم ده. د دوى وړانديز دا و چې دا ډول ورزشي فعاليتونو ته بايد دوام ورکړل شي.
په کندهار کې دا مهال د واليبال تر شلو زياتې رسمي او نارسمي لوبډلې شتون لري چې په ولايتي کچه سياليو کې هم گډون کوي. خو د دغو لوبډلو گيله دا ده چې د دولت او مرستندويانو له لوري ځانگړې پاملرنه ورته نه کېږي. ښاغلي گلالي وويل چې د پاملرنې ابتکار د لوبډلو په خپل اختيار کې دى. له هغه مو وپوښتل چې دا خبره واضح کړي، تر څو ورزشکاران پوه شي: ((که واليبال لوبډلې له ځانه يو ابتکار وښيي يوه لاسته راوړنه ولري، نه يوازې دولت بلکې مرستندويان او خصوصي سکټور ټول پاملرنه ورته کوي او مرستې ورسره کوي، خو که داسې نه وي، بيا نو د خلکو پام هم زيات نه وراوړي.))
په کندهار کې د واليبال لوبې داسې مهال پيلېږي چې په دې ولايت کې د فوټبال سيالۍ هم جريان لري. دا سيالۍ د کندهار د لوبډلو تر منځ پيل شوې دي. دغه راز د دغه ټورنمنټ په جريان کې ولايتي فوټبال لوبې هم تر سره شوې دي. وروستيو ولايتي فوټبال سياليو ښوولې چې د فوټبال د مينه والو په وينا، د فوټبال لوبډلو ظرفيت د پخوا په پرتله لوړ شوى دى.