سورغر ورځپاڼه
English 
د ژبې بدلول

په وروسته پاتې سيمو کې بايد ورزش ته پاملرنه وشي

2010-07-31 , خپرونکی محمود رحمتي

 

 

 

ولي محمد اميري:

په وروسته پاتې سيمو کې بايد ورزش ته پاملرنه وشي

کندهار - سورغر: په کندهار کې د سپورټ په برخه کې د پام وړ پانگونه شوې او ورزشي فعاليتونه د پخوا په پرتله زيات شوي، خو يو شمېر ورزشکاران وايي دا پانگونه په ټولو سيمو کې په مساويانه ډول نه ده.

د ورزشکارانو او د ورزش په برخه کې د ځينو پانگوالو وړانديز دا دى چې په هغو سيمو کې هم بايد سپورټي چارو ته پاملرنه وشي چې په تېر کې له پامه غورځول شوې دي.

ولي محمد اميري چې په کندهار کې د بدني ښکلا لوبغاړى او روزونکى دى، د کندهار ښار شمال لور ته په له پامه غورځول شوې سيمه (لويه وياله) کې د سپورټ په برخه کې پانگونه کړې ده. ښاغلي اميري چې دا مهال څلور نيوي کيلو گرامه وزن لري، د تېرو لسو کلونو راهيسې د بدني ښکلا رشتې ته مخه کړې ده. نوموړى دا مهال د بدني روزنې يو ورزشي کلب لري چې د کندهار ښار لويه وياله کې شاوخوا څلور کلونه مخکې ودان شوى او د ورزشکارانو پر مخ پرانيستل شوى دى. دا په دغه له پامه غورځول شوې او له هره اړخه نسبي وروسته پاتې سيمه کې لومړنى دا ډول کلب دى چې د ورزش د مينه والو پر مخ پرانيستل کېږي.

ښاغلي اميري سورغر اوونيزې ته وويل چې په لويه وياله کې يې ځکه د کلب پرانيستلو او ځوانانو ته د ورزش د زمينې برابرولو هڅه وکړه چې په دغه سيمه کې د ورزش په عرصه کې پانگونه نه ده شوې. اميري چې د کلب پر پرانيستلو يې شاوخوا شپږ سوه زره افغانۍ لگولې، همدا راز وويل چې دا ډول نورې پانگونې ته اړتيا ده او په وينا يې پانگوالو ته په کار ده چې له پامه غورځول شويو سيمو کې د سپورټ د بېلابېلو رشتو په برخه کې پانگونه وکړي: ((په مرکزي ښاري سيمو کې ورزشي فعاليتونه زيات دي، کلبونه زيات دي او خلکو ته د ورزش په بېلابېلو رشتو کې د تمرين، زدکړې او روزنې زمينه برابره ده، خو زما په اند، ښه به دا وي چې وروسته پاتې سيمو ته هم پام وشي، کلبونه جوړ شي او خلکو ته د ورزش زمينه برابره شي.))

اميري له رسنيو په ځانگړي ډول سورغر اوونيزې څخه هم گيله وکړه چې د ده په ټکو، د ورزشکارانو او د ورزش په برخه کې د پانگوالو د هڅولو تر منځ توپير ونه کړي او د دوى په څېر له پامه غورځول شوو ورزشکارانو ته هم پاملرنه وکړي. هغه وويل، همدا اوس داسې ورزشکاران لري چې راتلونکي کې به د کندهار په کچه د بدني ښکلا سياليو کې گډون وکړي.

سره له دې چې په لومړيو کې ښاغلي اميري تمه نه لرله چې د سيمې خلک به ورزش ته زړه ښه کړي، ځکه د دا ډول ورزشي فعاليت پيلول بې ساري وو، خو دى وايي، کله چې يې کلب پرانيست نو په لوى شمېر کې د ورزش مينه وال ورغلل او ورزشي فعاليتونه يې پيل کړل.

د نوموړي په کلب کې چې دا مهال نيوي تنه د بدني ښکلا په تمرين او زدکړه بوخت دي، تر يو نيم زر زياتو کسانو روزنه تر لاسه کړې، خو زياترو د اقتصادي ستونزو له امله بېرته دغه ورزش ته شا کړې ده. ولي محمد اميري دا ومنل چې بدني ښکلا يو غيراقتصادي ورزش دى او زياتره ځوانان يې له همدې امله بېرته پرېږدي، خو ټينگار يې وکړ چې گټې يې تر زيانونو زياتې دي. ده وويل، د دغه ورزش گټه يې په خپل ځان کې ليدلې چې يوه بېلگه يې دا ده: ((ما تر ورزش کولو مخکې د معدې ناروغي لرله، خواړه راباندې سم نه لگېدل، ډېر ستونزمن ژوند مې درلود، خو کله چې مې ورزش پيل کړ، اوس هېڅ ستونزه نه لرم، ډېره ښه روغتيا لرم او له خوړو او ژوند دواړو خوند اخلم.))

د سپورټ په گټو کې يوه هم د نشه يي توکو د اعتياد پرېښودل يادېږي او زياتره د ورزشي چارو پانگوال دا شعار د دې لپاره کاروي چې ډېر کسان د ورزشي فعاليتونو پر لور ورمات کړي. د (وحدت زيبايى اندام) کلب مشر ولي محمد اميري هم وويل چې ورزش نه يوازې د نشه يي توکو له کارولو انسان ليرې ساتي، بلکې په نشه يي توکو د اخته کسانو د اعتياد د پرېښودو لامل هم گرځي. ده وويل چې کلب ته يې نږدې لس کسان چې په نشه يي توکو روږد وو، په بېلو وختونو کې راغلي او د ورزش له امله يې نشه يي توکو ته بېرته شا کړې ده.

د ښاغلي اميري په کلب کې مو وليدل چې نه يوازې ځوانانو بلکې د نسبي زيات عمر لرونکي کسانو هم ورزش کاوه، په تمرينونو لگيا وو، ځينو د بدن جوړول او ځينو بيا د روغتيا پالنه د ورزش پيلولو سببونه بلل. شاوخوا پنځوس کلن حاجي محمد طاهر هم د بدني ښکلا له تمرين کوونکو څخه و. له نوموړي مو وپوښتل چې ولې يې سپورټ ته مخه کړې او څه گټه يې ترې ليدلې ده: ((زه خوشحاله شوم چې پوښتنه دې راڅخه وکړه او دا زما آرمان و چې يو خبريال داسې پوښتنه راڅخه وکړي، تر څو زه د ورزش گټه خلکو ته واضح کړم. ما مخکې ورزش نه و کړى، خو نور کسان مې ليدلي وو چې ورزش به يې کاوه، خو ما به د ورزش په خاص ډول د بدني ښکلا تمرين کول د وخت او پيسو ضايعه بلله، خو کله چې مې ورزش پيل کړ او گټې مې يې وليدلې اوس ډېر آرمان کوم او له ځان سره وايم چې کاشکي مې ډېر پخوا لا ورزش پيل کړى واى.))

نوموړي له سورغر اوونيزې سره خبرو کې له خلکو وغوښتل چې ورزش وکړي او د ناروغيو پر درملنه لگېدونکې پيسې پر ورزش او د ځان د روغتيا پر ساتنه ولگوي. هغه هيله وښوده چې پيغام يې خلکو ته ورسېږي او ورزش کولو په ځانگړي ډول بدني ښکلا ته به چې ده د سپورټ يو گټور ډول وباله، مخه کړي. بدني ښکلا چې د سپورټ يوه مشهوره او زيات مينه وال لرونکې رشته ده، په کندهار کې هم زيات مينه وال لري. د کندهار په وروسته پاتې لويه وياله غوندې سيمه کې د دغې رشتې د کلب فعالتيا خپله دا ښيي چې دغې رشتې ته پاملرنه زياته ده.

ورزشي کلب


د دغه خبر لپاره ستاسو رايې

Rated 2.33/5 (46.67%) 3 Votes

 
 

يادونې، نظرونه(0)

    خپل څرگندونې وليکئ

    ::. Please fill all the fields ! ::. Varification code is incorrect Please check carefully ! ::. Invalied email address !

    • ستاسو نوم
    • په گوته کړئ خپل ځاى
    • ستاسو د ايمل پته
    •  
    • يادونې، نظرونه
    • (ستاسو د بریښنا لیک پته به خپره نشي)
    • د لغت تصديقول وليکئ
    • 6Aoi6g9

    ورځنۍ رايه

    ستاسو په اند، څوک د کندهار قومي مشران وژني او یا یی له هیواد څخه په وتلو ګواښی ؟


    ستاسو په فکر، د کرزي په مشرۍ حکومت به وکولاى شي چې د افغانستان جگړه ختمه او سولې ته لار هواره کړي؟


    اعلانات