2010-07-28 , خپرونکی سلبمان شاه درانی
خبریال: ځواك
په هلمندكي دورزش امريت دفوټبال او واليبال دڅوټيمونو ترمنځ سيالي په لاره واچول سوي .
دغه سيالي بۀ ترهغه روانه وي ترڅو اتل يا قهرمان ټيمونه په ګوته سي .
دورزش امر عصمت الله مسليم وايي داسيالي دواليبال د څوارلسو او فوټبال دلسو ټيمونو ترمنځ تيره ورځ پيل شوي او ترهغه به رواني وي ترڅو ديادو ټيمونه اتل يا قهرمان ټيمونه په ګوته سي .
ده زياته كړه چي داسيالي يي دپارلماني ټاكنو دښه پلي كيدو په هيله په لاره اچولي دي .
دده په وينا كوم گټونكي ټيمونه چي دسياليوترسره كولو وروسته په ګوته كيږي هغه به دهيواد مركز ته دهيواد په كچه سيالو كي دگډون لپاره ليږل كيږئ ترڅو هلمند ولايت ته دنورو هلمندي ځوانانو په څير لومړي او دوهم مقامونه په لاس راوړي .
ښاغلي مسليم روښانه كړه چي ورزشكارانو ته يي هرراز اسانتياوي برابري كړي دي او هڅه كوي چي لاهم ورته زمينه برابره كړي ترڅو ورزشكاران وكولاي سي دورزش په هره برخه كي خپلو لوبو ته دوام وركړي .
بلخوا دورزش دفدراسيون مرستيال فريداحمد فراهي هغه ګنګوسي ردوي چي ګواكي دفدراسيون كاركوونكي دشخصي گټو ترلاسو كولو په موخه دخلكو څخه پيسي اخلي .
دي وايي دورزش كارانو لپاره يي په پوره توان هلي ځلي كړي دي ترڅو ورزشكارانو ته امكانات برابر كړي او هغه په دي وتوانيږي چي دنورو ولاياتو څخه په لوبو كي بري ومومي .