سورغر ورځپاڼه
English 
د ژبې بدلول

دجمهوري رياست څخه راغلي پلاوي او دهلمند والي دشهيدانو له كورنيوسره په سنګين ولسوالي كي وكتل .

2010-08-01 , خپرونکی سلیمان شاه دراني

 

خبریال: عبدالرحيم مطمين

 

 

 په سنګين ولسوالي كي دناټودبريدپه ترڅ كي ملكي وګړوته اوښتي مرګ ژوبله دپلټنو او څيړونوورسته تريادي سوي شميري په سلوكي پنځوس كمه وښودل سوه

 

دغه شميره هغه وخت په ډاګه سوه كله چي دجمهوري رياست څخه راغلي پلاوي او دهلمند والي دشهيدانو له كورنيوسره په سنګين ولسوالي كي وكتل .

  

په سنګين ولسوالي كي څه موده وړاندي دوسله والوطالبانواوايساف ځواكونوترمنځ  دجګړي په ترڅ كي دناټوځواكونوتوغول سوي راكټ په يوه داسي كورولګيدي چيري چي دجګړي له ويري ډيري كورني چي ګڼ شميرښځي اوماشومان پكښي يوځاي راټول  سوي وه چي  ديادي پيښي له امله  ګڼ شميرملكي وګړوته مرګ ژوبله واوښته دغه شميره دپيښي په لومړني شيبوكي دري پنځوس تنه شهيدان ښودل سوي وه چي له همدي امله دشنبي په ورځ دهيواددجمهوريس په فرمان هلمندته دسناتورشيرمحمداخنذاده په مشري راغلي پلاوي اودهلمندوالي محمدګلاب منګل اوديوشميرادارومسولينوسنګين ولسوالي ته درامنځ ته سوي خونړي پيښي دښي څيړولوپه موخه سفروكړ

 

په سنګين ولسوالي كي دهلمندوالي اوسناتورشيرمحمداخنذاده په سنګين ولسوالي كي لومړي دشهيدانودكورنيوله غړوسره دكتني په ترڅ كي دهيوادجمهوريس حامدكرزي دخواخوږي پيغام ووايه دهلمندوالي دشهيدانوكورونيوته پخپلوخبروكي وويل چي داسي احساس كوم  لكه څنګه چي مي دخپل كورغړي له لاسه وركړي وي اوله كومي  مدي څخه چي دغه ناوړه پيښه رامنځ ته سوي ده په ارامه نه يم كښيناستلي ښاغلي منګل ديادي خونړي پيښي درامنځ ته كيدوګوته ددولت مخاليفينوته ونيول اوزياته يي كړه چي تل يي دخلګوله كورنوڅخه دمورچل په توګه كاراخيستي

 

كليپ

 

دهيواددجمهورريس له لوري ټاكل سوي پلاوي مشرسناتورملاشيرمحمداخنذاده دشهيدانوله كورنيوسره دخبروپه ترڅ كي دښآغلي حامدكرزي دخواخوږي پيغام ورساوه اوزياته يي كړه چي دهيوادجمهوريس اودهيوادټول اولس په دي خونړي پيښي كي ځان شريك بولي نوموړي وويل چي دولت تل هڅه كړي ترڅودملكي وګړودمرګ ژوبلي مخنيوي وكړي دښاغلي شيرمحمداخنذاده په ويناچي نه يوازي دايساف ځواكونوله لوري دغه ډول پيښي رامنځ ته سوي بلكه هرورځ ددولت دمخاليفينوله لوري هم دځمكني ماينونوله امله ګڼ شميرملكي وګړوخپل ژوندله لاسه وركړي

 

كليپ

 

دسنګين په ولسوالي كي ديادي پيښي دشهيدانوكورني وايي چي هغه وخت يي خپل كورنه پريښودل كله چي دمخاليفينواوايساف ځواكونوله لوري يي په كلي كي جګړه ونښته ددوي په ويناچي ښځي اوماشومان يي دجګړي له ويري دجوشالي له كلي څخه دريګي سيمي ته له دي امله  چي ښايي دابه دجګړي څخه خوندي ځاي وي رانقل كړه دشهيدانودكورنيوپاته سوي غړي وايي چي دڅوكورنيوپه لسګونوښځي اوماشومان دريګي په سيمه كي په يوپراخ سراي كي راټول سوي وه چي ناڅاپه پري راكيټ ولګيدي اودډيري ښځواوماشومانوژونديي واخيستي

 

كليپ دشهيدانواووژوبلوكسانودكورنيو

 

دلښكرګاڅخه دسنګين ولسوالي ته تللي پلاوي دشهيدانودپاتي غړوسره دپلټني په ترڅ كي داڅرګنده كړه چي په پيښه كي دري پنځوس تنه نه بلكه څه كم دوه ديرش پرشاوخواشهيدان اوڅلورتنه زخميان سوي

 

دهلمندوالي محمدګلاب منګل دپيښودپلټولوورسته خبريالانوته وويل چي دغه پيښه دبي ځايه تبليغاتوله امله زياته ښودل سوي وه ښاغلي منګل وويل چي په دپيښي په لومړيوكي درسنيوله لاري داوښتي مرګ ژوبلي كچه دوه پنځوس تنه ياده سوي  وه دده په ويناچي دكابل څخه راغلي پلاوي سره په ګډه دمرګ ژوبلي شميري كچه تر سم نيمايي لاهم ټيټه څرګنده سوه

 

كليپ

 

دمركزڅخه راغلي پلاوي مشرسناتورشيرمحمداخنذاده وويل چي دهيوادجمهوريس په فرمان  مودسنګين دولسوالي له دوه ديرش شهيدانواوپنځوتنوټپيانوله كورني سره نقدي مرسته وكړه

 

كليپ

 

دهلمندوالي محمدګلاب منګل اودكابل څخه راغلي پلاوي شيرمحمداخنذاده اود يو شمير ادارو ريسانو پخپلولاسونودهرشهيد كورني سره  سل زره افغاني اودزخمي كورني ته پنځوس زره افغاني نقدي مرسته وكړه

 


د دغه خبر لپاره ستاسو رايې

Rated 2.4/5 (48%) 5 Votes

 
 

يادونې، نظرونه(0)

    خپل څرگندونې وليکئ

    ::. Please fill all the fields ! ::. Varification code is incorrect Please check carefully ! ::. Invalied email address !

    • ستاسو نوم
    • په گوته کړئ خپل ځاى
    • ستاسو د ايمل پته
    •  
    • يادونې، نظرونه
    • (ستاسو د بریښنا لیک پته به خپره نشي)
    • د لغت تصديقول وليکئ
    • wUyC6ks

    ورځنۍ رايه

    ستاسو په اند، څوک د کندهار قومي مشران وژني او یا یی له هیواد څخه په وتلو ګواښی ؟


    ستاسو په فکر، د کرزي په مشرۍ حکومت به وکولاى شي چې د افغانستان جگړه ختمه او سولې ته لار هواره کړي؟


    اعلانات