سورغر ورځپاڼه
English 
د ژبې بدلول

په زابل کې ټاکنو ته امنيتي تدبيرونه نيول شوي

2010-07-31 , خپرونکی محمود رحمتي

 


زابل - سورغر: زابل له هغو ولايتونو دى چې پارلماني ټاکنو ته کانديدان يې وېره لري چې له امنيتي پلوه پکې ټاکنو ته زمينه برابره نه ده، خو چارواکي بيا د نوو امنيتي تدبيرونو د نيولو خبره کوي.

د سوېلي ناارام زابل ولايت امنيتي چارواكي وايي، د راروانو پارلماني ټاكنو لپاره يې د نوماندانو د تبلیغاتي كمپاين لپاره د امنيت له پلوه د خوندي چاپېريال رامنځ ته کولو په موخه کلک امنيتي تيارى نيولى دى. چارواکي وایي، د راتلونکو پارلماني ټاکنو لپاره د امنیت نیولو په برخه کې پوره چمتووالی لري.

د زابل د امنيې قوماندانۍ سرپرست سمونوال غلام جیلاني فراهي وایي، د ملي اردو، ملي پوليسو، ملي امنيت او نړيوالو ځواكونو له لوري ګډ امنيتي پلان جوړ شوى دى.

جيلاني وايي، د دغه پلان له مخې به ټول نوماندان وکولاى شي چې په هر ځاى کې د ځان لپاره په ډاډه زړه انتخاباتي مبارزه او تبليغات وکړي. د نوموړي په خبره، د دغه پلان پر بنسټ به افغان او نړيوال سوله ساتي ځواکونه وکولاى شي چې د ټولو ولسوالیو خلکو ته د دې زمینه برابره کړي چې په ټاکنو کې په ډاډه زړه گډون وکړي او خپله رایه استعمال کړي.

بل خوا په زابل کې پارلماني ټاکنو ته کانديدان حاجي محمداسماعیل، محمدهاشم ګرانى او فوزیه وایي چې په ولسوالیو کې د امنیت نشتوالى د دوى د تبلیغاتي کمپاین په وړاندې لویه ننګونه ده. دوى وایي، امنیتي ارګانونه باید په دې برخه کې جدي پاملرنه وکړي، تر څو د دوى په وینا، دوى په ډاډ سره خپل پلانونه خلکو ته ورسوي.

په ورته وخت کې په دغه ولايت کې ګڼ شمېر رايه وركوونكي د رايې وركولو د كارډونو د ترلاسه كولو غوښتنه كوي. د زابل د بېلابېلو ولسواليو اوسېدونکي حبیب الله غلام فاروق او لعل محمد وايي، د ټاكنو خپلواك كمېسيون دې دغې ستونزې ته په ليرې پرتو سيمو كې هم د حل لارې چارې ولټوي. دوی زیاتوي چې د اکثرو ولسوالیو اوسېدونکو د رايې وركولو كارډونه نه دې تر لاسه كړي. او دغه کارډونه یوازې په مرکز کلات کې ورکول کېږي چې په وينا يې د ولسواليو خلک ورته په اساني سره رسېدگي نه شي کولاى.

په زابل کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون چارواکي هم د خلکو دغه ستونزې مني او زیاتوي چې یوازې په مرکز کې دوی د رايې ورکولو کارډونه وېشي، خو په ولسوالیو کې یې د ځینو ستونزو له امله نه دې وېشلي. د ټاکنو خپلواک کمېسیون سيمه يیز رئیس محمدحق حقمل وایي، دو‌ى د خلکو دغه ستونزې د ټاکنو خپلواک کمېسیون مرکزي دفتر ته رسولې دي. ښاغلى حقمل همدا راز وايي، مرکزي ادارې ته يې وړانديز کړى و چې د ولسواليو لپاره د نومليکنې د گرځنده ټيمونو ايجادول منظور کړي، خو دا وړانديز منل شوى نه دى.

د يادولو وړ ده چې له زابل څخه دا ځل اوولس تنو د پارلماني ټاكنو سيالیو ته ځانونه نومولي دي چې اووه تنه يې ښځينه نوماندان دي. ټاکل شوې چې د ولسي جرگې ټاکنې د روان کال د وږي پر ٢٧مه نېټه تر سره شي.

 


د دغه خبر لپاره ستاسو رايې

Rated 3/5 (60%) 5 Votes

 
 

يادونې، نظرونه(0)

    خپل څرگندونې وليکئ

    ::. Please fill all the fields ! ::. Varification code is incorrect Please check carefully ! ::. Invalied email address !

    • ستاسو نوم
    • په گوته کړئ خپل ځاى
    • ستاسو د ايمل پته
    •  
    • يادونې، نظرونه
    • (ستاسو د بریښنا لیک پته به خپره نشي)
    • د لغت تصديقول وليکئ
    • 1ZZHFU9

    ورځنۍ رايه

    ستاسو په اند، څوک د کندهار قومي مشران وژني او یا یی له هیواد څخه په وتلو ګواښی ؟


    ستاسو په فکر، د کرزي په مشرۍ حکومت به وکولاى شي چې د افغانستان جگړه ختمه او سولې ته لار هواره کړي؟


    اعلانات