2010-07-31 , خپرونکی محمود رحمتي
کندهار - سورغر: د کابل تر نړيوال کنفرانس وروسته چې نړيوالو افغان دولت ته د خپلو مرستو د نيمايي برخې ورکولو پرېکړه وکړه، چارواکي ايله اوس متوجه شوي چې د پيسو او مرستو لگولو اوسنى ميکانيزم گټور نه دى او بدلون ته اړتيا لري.
د کابل نړيوال کنفرانس چې د نړۍ د شاوخوا څلوېښتو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو او د شلو هېوادونو او يو شمېر نړيوالو موسسو استازو پکې گډون کړى و، د جولاى مياشتې پر شلمه په پلازمېنه کابل کې جوړ شو. دا په تېرو نږدې څلوېښتو کلونو کې په افغانستان کې د خپل ډول بې ساري نړيواله غونډه وه. په دغه کنفرانس کې د پنځو اسلامي هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو گډون درلود.
په افغانستان کې پر پرمختيايي چارو دوه ډوله پيسې لگول کېږي چې يو يې اختياري او بل يې غيراختياري دي. اختياري د مرستو هغه برخه ده چې دولت يې په خپله د خپلو اولويتونو پر اساس لگوي او د غيراختياري هغې لگول د مرسته کوونکو له خوا تر سره کېږي. دا مهال د افغانستان د پرمختيايي چارو بوديجه له نړيوالو مرسته پوره کېږي.
په تېرو نهو کلونو کې د پرمختيايي بوديجې يوازې شل فيصده افغان دولتي ادارې ته په واک کې ورکول کېدې او پاتې ٨٠% برخه يې د نړيوالو يا خپله مرسته کوونکو له لوري لگول شوې ده. دا کار له دې امله کېده چې د نړيوالو مرسته کوونکو په باور، افغان دولت د پرمختيايي بوديجي خو څه، آن د عادي بوديجې د لگولو وړتيا نه لري.
د کابل کنفرانس په دې پلمه چې گواکې د افغان دولتي ادارې ظرفيت تر پخوا لوړ شوى، پرېکړه وکړه چې نور به د خپلو مرستو پنځوس سلنه افغان دولتي ادارې ته په واک کې ورکوي.
خلک په تېرو نهو کلونو کې د بيارغونې او پرمختيايي چارو په برخه کې لگول شوې زياتره پيسې له دې کبله تر ډېره ضايعه بولي چې زياتره يې پر زيربنايي چارو يا د خلکو پر اړتيا نه دي لگول شوې. دغې نيوکې ته د افغان چارواکو ځواب دا دى چې د مرستو زياته برخه د مرسته کوونکو له لوري لگول شوې او له همدې امله ده چې دوى يې د بې اغېزوالي د ځواب ويلو مسووليت نه احساسوي.
د کندهار د اقتصاد رئيس عبدالرحيم رحيمي د پرمختيايي چارو اوسنى ميکانيزم ځکه تر ډېره بې اغېزې بولي چې يو خو د کار کيفيت ته پکې پام نه کېږي او بل د بنسټيزو پروژو پر ځاى ډېرې وړې او داسې پروژې عملي کېږي چې د خلکو پر ژوند اوږدمهاله اغېز نه لري. د ښاغلي رحيمي په اند، په کندهار کې د داسې پروژو بېلگې خورا زياتې دي چې بنسټيزوالي ته پکې پام نه کېږي.
نوموړي د بېلگې په ډول د دهلې بند پروژه ياده کړه چې ټاکل شوې د کاناډا له لوري ورته بېل کړل شوي پنځوس ميليونه کاناډايي ډالر پر ولگول شي.
هغه وويل، پر ځاى د دې چې پر بند اساسي کار وشي او پيسې پر زيربنا ولگول شي، د ويالې ډېر واړه انحرافي بندونه او دروازې رغول کېږي. رحيمي چې له سورغر اوونيزې سره يې د کندهار د پرمختيايي چارو د روان حالت په اړه خبرې کولې، همدا راز وويل چې څو ځله يې له مرسته کوونکو غوښتي چې زيربنا ته چې د خلکو اړتيا ده، پاملرنه زياته کړي، خو دا کار نه دى شوى: ((د پرمختيايي چارو دا اوسنى ميکانيزم گټور نه دى، زيربنا ته پاملرنه کمه ده. ما په وار - وار وړانديز کړى چې د اقتصاد د پياوړي کولو او د پرمختيايي چارو تر ټولو اغېزناک ډول د زيربنايي پروژو پلي کولو ته بايد پام وشي او دا زموږ په گټه ده.))
ښاغلي رحيمي وويل، که اساسي بيارغونه وشي، برېښنا سمه کړل شي، معدنونه استخراج کړل شي، نو نه يوازې فلج فابريکې به فعالې او خلکو ته به کار پيدا شي، بلکې اقتصاد به هم کلک پياوړى شي. د ښاغلي رحيمي په وينا، د کندهار له يو سلو نيوي فابريکو څخه دا مهال نږدې ټولې فلج او يوازې پنځلس يې نيمه فعالې دي.
نوموړي خپلو خبرو ته د يوې فابريکې د جوړولو په وړانديز دوام ورکړ: ((که په کندهار کې د سيمنټو يوه لويه فابريکه جوړه شي، نو يوه گونۍ سيمنټ به چې اوس په پنځه سوه کلدارو راته تمامېږي، په سل افغانۍ تمام شي او هم به مو خلکو ته کار پيدا شي. هغه مهال به اړ نه يو چې سيمنټ هم له پاکستانه وارد کړو.))
د اقتصادي چارو کارپوهان زياتره مهال د ښاغلي کرزي پر اداره نيوکه کوي چې د نړيوالو د زياتو مرستو له تر لاسه کولو سره - سره توانېدلې نه ده چې زيربنا ورغوي او خلکو ته دايمي کار پيدا کړي. خو دا ډول نيوکو ته د دولتي ادارې ځواب دا دى چې د مرستو زياتره برخه نړيوالو په خپله خوښه لگولې او دوى ته يې د لگولو واک نه دى ورکړى.
د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، تر هغو چې د زيربنا له اړخه له پامه غورځول شويو چارو ته پاملرنه ونه شي، تمه نه کېږي چې د بيارغونې اوسنى ميکانيزم اغېزناک تمام شي. دوى توصيه کوي چې افغان دولت او نړيوال بايد د دې لپاره چې د خپلو مرستو اوږدمهاله اغېز وويني او افغانان د نړيوالو مرستو د نه شتون په صورت کې هم پر ځان بسيا پاتې شي، بايد بيارغونه پر بنسټيزو پروژو ورټوله کړي.