2010-07-31 , خپرونکی محمود رحمتي
ستاسو په اند، د حمايوي پوليسي ځواک (قومي اربکي) جوړول څه ډول پرېکړه ده؟
خالد پښتون، د ولسي جرگې د کورني امنيت د کمېسيون غړى - کندهار
يوې منظمې ادارې ته ژمن اربکي ښه دي
زما په عقيده، دا پروسه چې په افغانستان کې پراخ حضور لرونکې نړيواله ټولنه غواړي چې په افغانستان کې د اربکيانو يا قومي ملېشو په وسيله سوله او امنيت راولي، په خپله بهرنيو ځواکونو يا بهرنيانو خرابه کړه.
پنځه کاله مخکې د افغان حکومت د ملي اردو او ملي پوليسو ځواکونو تر تشکيل وړاندې چې په سوېل او يا د افغانستان په نورو سيمو کې ځواکونه وو، هغوى په امنيت راوستلو او ټينگولو کې اساسي رول درلود، پخواني مجاهدين وو چې د قومونو له منځه راولاړ شوي وو او د جهاد په اوږدو کې يې په امنيت راوستلو او سنګر ساتلو کې پخې تجربې درلودې.
موږ هغه وخت ډېرې هلې ځلې وکړې چې دغه مجاهدين دې د (DDR) يا بلې وسلې کولو تر پروسې لاندې نه راوستل کېږي، دوى دې پرېښودل شي چې د امنيت په راوستلو کې خپلو کارونو ته دوام ورکړي. له دې سره موازي د ملي اردو او ملي پوليسو اکاډمي فعاله کړئ، د پوليسو او ملي اردو صفوف پوره کړئ، کله چې دا تشه ډکه شوه، بيا مجاهدين دغو ليکو ته راوغواړئ. بله خبره دا ده که په هغه وخت کې دغه د اربکيو تصميم نيول شوى واى، يو داسې انتقالي حرکت په وجود راغلى واى، مجاهدين به هم نه مايوسه کېدلاى او تسلسل د امنيت به هم نه پرېکېدلاى او په افغانستان کې به امنيت نور هم ټينگ شوى واى.
خو دوى داسې ونه کړل، اول يې مجاهدين خلع سلاح کړل، دويم يې توهين او تحقير کړل، طالبان راغلل، څوک يې مړه او څوک يې فرار کړل. زه فکر نه کوم چې دوى دې له دغو وهل شوو کسانو څخه د اربکيو په ډول کار واخلي. که پنځه کلونه مخکې دا کار شوى واى، ښايي اغېز يې لرلى واى. زه دغه پروسه د تائيد وړ بولم خو په دې شرط چې سم نظارت يې وکړل شي او خپلسري نه وي. خو که خپلسري شي تر منظمې ادارې لاندې نه وي، بيا د تائيد وړ نه دي او دغه ملېشې بايد ابدي نه وي، بلکې بايد د يو ټاکلي وخت لپاره وي.
محمد عمر ساطع، د سياسي چارو شنونکى - کندهار
قومي ملېشې به پراخه گډوډي رامنځ ته کړي
تاسو ته څرګنده ده چې موږ د امير شېرعلي خان له وختونو څخه بيا د محمدداود خان د حکومت تر سقوط پورې ډېره ښه او منظمه اردو او پوليس درلودل، مکلفيت دوره مو هم درلوده. هر افغان ځوان به چې کله يوويشت کلن کېدى د ملي اردو يا پوليسو په ليکو کې به درېدى، په دې ډول به هم ملي وحدت تامين و او هم به ځوان د وطن دوستۍ او ملي وحدت په روحيه روزل کېدى. په دغه دوه کاله عسکري کې به هغه تر ډېره زدکړه هم کوله.
د محمدداود خان د حکومت تر سقوط وروسته که د کمونستانو دوره وه، که د مجاهدينو او طالبانو دوره وه، په ټولو کې هغه منظم ملي اردو او پوليس له منځه ولاړل، ځينې قومي خپلسري کنډکونه او ډلې ټپلې رامنځ ته شوې، نظم له منځه ولاړ، ګډوډي او بې نظمي منځ ته راغله، د ملېشو په لاس جوړ شوي بد حالت د ډاکټر نجيب الله په وخت کې ډېره بده نتيجه ورکړه، ملت او دولت يې سره ليرې کړل، دومره جنايتونه يې وکړل چې د يادولو نه دي. حتى په کندهار کې چې کله د دوستم ملېشې راغلې، پر هغوى يې د (ګلم جم) نوم کېـښود، ځکه چې کله به دوى کورونو ته د تلاشۍ په نيت ورتلل، نو چور او چپاول به يې کاوه. نو اوس هم که دغه پوليس په دغه قومي سيسټم جوړېږي، لومړى خو په افغانستان کې داسې ولسوالي نشته چې يو قوم دې پکې وي، د کوم قوم خلک به په دغه ملېشو کې ګډون کوي، مشري به يې څوک پر غاړه اخلي دا خپله يوه ستونزه ده. دويم دا چې دوى هېڅ ډول قانون ته غاړه نه ږدي، قومي او سمتي روحيه پالي، دا به بېله ګډوډي بله هېڅ مثبته پايله ونه لري.
تر اوسه زموږ ملي اردو او ملي پوليس هم په ډېرو ځايونو کې د قانون مراعت نه کوي، په کومه ملي روحيه چې پالل شوي، هغه نه مراعتوي. له دغو ملېشو خو بيا هېڅ کله د ښو هيله نه شي کېداى.
که امريکايان دلته د عراق طرح وړاندې کوي دا به سمه نه وي، ځکه هلته خو يوازې مذهبي شخړې وې، دلته په هره ولسوالي، کلي او وطن کې قومي تاوتريخوالى وجود لري، که دولت او بهرنيان وايي چې دغه ملېشې به د يوه منظم پلان له مخې وي، تاسو وګورئ، زموږ کابينه، ادارې، پارلمان او نور دولتي ارګانونه، نه دي منظم شوي، قانون ته غاړه نه ږدي، په فسادونو ککړ دي، دغه پوليس به په کليو او بانډو کې د کوم ارګان تر مشرۍ لاندې کار کوي؟
زما په نظر که دغه لگښتونه چې پر دغو ملېشو کېږي، که دا په خپله پر دغه ملي اردو او ملي پوليسو وشي، دا به تر ملېشو ډېره ښه نتيجه ورکړي.
عبيدالله بختيالى، د کندهار ولايت اوسېدونکى
د ملېشو جوړول د ناکامې تجربې تکرارول دي
زما په نظر، دغه طرح – چې پر بنسټ يې قومي ملېشې جوړېږي- چې هر چا ورکړې ده دا د پرونۍ ناکامې تجربې تکرار دى. دوى غواړي چې يو وار بيا هغه حالت رامنځ ته کړي چې ملېشه يي ځواکونه به پر بامونو ولاړ وو، لارې به يې نيولې وې، له خلکو به يې پيسې او نور هر څه وړل، چا به د دوى له لاسه خپله لور خپل زوى خپله ښځه له يوه ځايه بل ته بېولاى نه شواى.
زه فکر نه کوم چې دغه ملېشې دې کومه اصلاح او امن راولي، بلکې نور به هم د جنايتونو او ګډوډيو او پيسو اخيستلو لپاره لار هواره کړي. دغه د قومونو نظريه ډېره وروسته پاتې، ډېره د تفرقې، دښمنيو او ګډوډيو ډکه ده. که دا کار وشي او ملېشې جوړې شي، دا به په لويه سطح د افغانستان د خلکو او قومونو تر منځ د دښمنيو لامل وګرځي. موږ اوس په يوه داسې مرحله کې ژوند کوو چې نور موږ بايد پر قومونو او پښو ونه وېشل شو، موږ بايد په يوه ملت وپېژندل شو.
که اوس څوک غواړي چې موږ په يوه او بل سمت او يا يوه او بل قوم وپېژندل شو، دا به يوه بله دښمني وي، زموږ له خلکو سره که يو ځاى د يوه قوم ملېشه وي هلته به يو سړى د هغې ملېشې په زور پر اقليت قومونو چې زړه يې غواړي، هغه ډول ظلم کوي. بل ځاى بل څوک همداسې وګڼه، دا په خپله يوې بلې بدبختۍ ته لار هوارول دي. که بيا هم دوى غواړي دغه کار په ولسواليو کې وکړي، د ملېشو په نامه دې يې نه کوي د ولسواليو له خلکو څخه دې په تضمين سم او صالح ځوانان وغواړي او داسې ځوانان چې د ټولو قومونو استازيتوب وکړي.
زه يو وار بيا په تاکيد وايم چې قومي ملېشې گټه نه لري، د قومي ملېشو جوړول د امنيت په تامينولو کې نه يوازې دا چې مرسته نه کوي، بلکې نور يې خرابوي، ښه به دا وي چې پر بديل يې غور وشي.
عرب شاه چمتو، د سياسي چارو کارپوه - کابل
د ملېشو پر ځاى دې له وسله والو سره سوله وشي
دغه قومي اربکي چې دولت او بهرنيان غواړي د قومي ملېشو په نامه يې رامنځ ته کړي، دا زما په نظر کوم مثبت کار نه دى. که دوى دغه ملېشې جوړې کړي وسلې ورکړي، ويې پالي د زړو تجربو له مخې ويلاى شم چې دا به بېله دې چې دولت او خلکو کې نوره بې نظمي، ګډوډي او دښمنۍ رامنځ ته کړي، نوره کومه ګټه ونه لري، ځکه دا قومي ملېشې مخکې تجربه شوې دي. د ډاکټر نجيب الله په وختونو کې دغه ملېشې وې، خلک يې وژل، د خلکو مالونه يې په زور وړل، د خلکو کورونه يې چور کړل او داسې نور ...
او که چېرې دغه ملېشې د خلکو زړونه خپل کړي، د چور او چپاول پر ځاى د خلکو د مالونو محافظين شي، په دې صورت کې کېداى شي مثبته نتيجه ورکړي. له هغه را په دې خوا بېله نفاق او ګډوډيو بله نتيجه نه ورکوي او په دې هم ډاډمن نه يم چې دغه اوسنۍ ملېشې چې دولت او بهرنيان غواړي جوړې يې کړي، له مخکنيو ملېشو سره دې توپير ولري، هغه مهال هم حالت په کنټرول کې نه و، دولت بې واکه و اوس هم حالت بې کنټروله دى، دولت لکه څه رنګه چې بايد وي هماغسې په واک کې نه دى، پر ځان، ادارو او خلکو کنټرول او واک نه لري. په داسې وخت کې کله کېداى شي چې دغه نوې جوړېدونکې ملېشې دې امنيت راولي او ګډوډي دې ورکه کړي.
په اخير کې به زه دومره ووايم، که د دغو ملېشو پر ځاى له هغو خلکو سره خبرې وکړل شي چې له دولت څخه خوابدي دي، هغوى راضي کړل شي، په دولت کې ځاى ورکړل شي، دا به ډېره ښه خبره وي او هغه پيسې چې پر دغه ملېشو خرڅېږي، پر ملي اردو او ملي پوليسو دې مصرف کړل شي چې د دغه ملي اردو او ملي پوليسو کيفيت او کميت نور هم لوړ کړل شي. که دا کار وشي، زه باور لرم چې ستونزه هوارېږي، خو ملېشه جوړول نور هم ستونزو ته لار هواروي.
جنرال عبدالواحد طاقت، د امنيتي چارو کارپوه - پکتيا
ملېشې جوړول د افغانانو خپلمنځي جنگول دي
کله چې د طالبانو رژيم مات شو او سهي سلامت ولاړل، که چېرې پاکستان په هغه وخت کې د افغانستان خلکو ته ويلي واى چې تاسو د خپلو سرحدونو ساتنه او د خپلې ځمکنۍ بشپړتيا دفاع وکړئ، نو د افغانستان ټولو خلکو په خاص ډول قبايلي خلکو به د ډيورنډ د پولې د ها خوا او دې خوا دواړو امنيت نيولى واى، ځکه هلته ټول پښتانه پراته دي او په ډېره ميړانه به يې له خپلو سرحدونو څخه دفاع کړې واى او يو جاسوس به هم نه واى راتېر شوى.
دا چې د يوه امريکايي قوماندان په خوله خلک مسلح کېږي، معلومداره خبره ده چې د هغو مرورو طالبانو په وړاندې وسله وال کېږي چې د بمبارونو په نتيجه کې په مخالف لوري کې درېدلي دي او ټول مرور دي. نو که چېرې دا خلک موږ مسلح کړو، معنى يې دا ده چې موږ پښتانه په خپلو منځو کې سره جنګوو، ورور په ورور وژنو او نه يوازې دا چې ګټه نه لري، بلکې يوه سخته غميزه رامنځ ته کېږي.
د کورنيو چارو وزارت خپل قطعات نه شي کنټرولولاى، په دې وروستيو کې په هلمند کې دوې قطعې خپلو منځو کې سره ونښتې، ملي اردو او ملي پوليس په خپلو کې سره نښلي او دغسې افغان پوځيان او ناټو په خپلو منځو کې سره نښلي، نو کله چې دوى دغه نه شي سمبالولاى، نو بيا دومره پراخ قومونه به څه ډول منظم کړي او ملېشې به ځنې جوړې کړي.
آيا دوى به له طالبانو سره غمشريکي پيدا نه کړي، آيا د طالبانو مبارزه به د ملي مقاومت بڼه خپله نه کړي، دوى به د ملي مبارزينو پر اساس اقدام ونه کړي، دوى به د هغو ملاتړ ونه کړي. زه فکر کوم دا اوسنۍ اربکي ډلې به له مخکنيو سره نه يوازې توپير ونه لري، بلکې تر هغو به بدترې وي.
د دغه ځواک جوړولو په بدل کې زما وړانديز دا دى چې بايد پر ټولو هغو افغانانو چې اوس په بهر کې ژوند کوي، پوره مسلکي او عالي تحصيلات لرونکي خلک دي او د ملي امنيت په بخش کې مهارت لري، بايد د دولت له خوا ږغ وشي چې راشي او د خپل هېواد د ستونزو په هواري، د ناخوالو په ليرې کولو او د راتلونکي په ښه کولو کې مرسته وکړي. دوى هم بايد د مسووليت احساس وکړي، په بهرنيو هېوادونو کې دې د موبايل کارډونو د پلورلو پر ځاى خپل هېواد ته راشي او په جوړولو کې دې يې برخه واخلي.
فقيرمحمد فقير، د کورنيو چارو پخوانى وزير - کابل
قومي ځواکونه کولاى شي امنيت ټينگ کړي
دا ښکاره خبره ده چې نن ورځ د پخوا په پرتله د هېواد په هر لوري کې ناامني زياته شوې ده، هېوادوال مو له زياتو ستونزو سره مخ دي. که په هېواد کې د دولت له لوري د امنيت د تامين لپاره هر نوى ګام اخيستل کېږي، دا به ډېره ښه وي.
تاسو وګورئ! هغه خلک چې له مرکزونو څخه ليرې په ليرې پرتو سيمو او ولسواليو کې پراته دي، هغوى په ډېر بد حالت کې دي، هغوى د ځان ساتنې او امنيت ساتلو واک او روحيه له لاسه ورکړې ده.
د ځانونو د يو ځاى کېدو او ځان ساتنې لپاره کومه طرح نه لري، نو په داسې يوه کړکېچن حالت کې که داسې يوه قوه جوړېږي چې هغه د خلکو او قومونو له منځه راوځي، مسلح کېږي دا به ښه وي. که دولت ملېشې مسلح کړي، ويې روزي، تجهيزات وربرابر کړي، تر يوه منظم پلان او قوماندې لاندې رهبري شي، دا به هرو مرو د دولت او امنيت ساتنې لپاره په ګټه تمامېږي.
که چېرې دغه ملېشې تر يوه منظم پلان او يوې قوي قوماندې لاندې رهبري شي، سالمه روزنه او عسکري پالنه ورکول شي، د وطن دوستۍ روحيه ورزده کړل شي، په ملي آرمانونو او ملي ګټو وپوهول شي او د خلکو له منځه ښه تکړه، وفادار، مصلح، او مسلمان خلک وټاکل شي، له داسې ځانګړنو سره به خامخا د ملېشو جوړول يوه ښه او مثبته نتيجه ورکړي او که د پخوا په څېر خپلسري او تر بېلې ارادې او مشرۍ لاندې وي، بيا به يې نو خوند نه وي، د امنيت د ښه والي د لامل پر ځاى به يوه ستره فتنه وي.