سورغر ورځپاڼه
English 
د ژبې بدلول

آخندزاده:په سنګين كي ملكي تلفات كم دي

2010-08-01 , خپرونکی احمدنويدنظري

 

 

پلټونكي پلاوي دهلمندپه سنګين ولسوالۍ كي دآيساف ځواكونودبريدله امله ملكي وګړوته اوښتې مرګ ژوبله دپلټنووروسته ترخپاره سوو راپورونوپنځوس سلنه كمه وښودل.

دافغانستان دجمهوررئيس حامدكرزي دلارښووني سره سم كوم پلاوى چي دمشرانوجرګې دغړي شيرمحمدآخندزاده په مشرئ دسنګين دپېښې دڅيړلوپه موخه هلمندته راغلي وو، وويل لكه څنګه چي په خپروسوو راپورونوكي ويل سوه دملكي مرګ ژوبلي كچه دومره زياته نه وه.

دكابل څخه راغلي پلاوي اودهلمندوالي محمدګلاب منګل هغه مهال دسنګين ولسوالۍ ته دخلكوسره دليدني په موخه سفروكړچي دملكي مرګ ژوبلي په اړه ډول ډول راپورونه خپاره سول چي پكښې دملكي مرګ ژوبله كچه دوه پنځوس اوياهم زياته ښودل سوې وه.

هلمندوالي وايي چي پېښه ددولت دمخالفينودجګړې دپيل سره رامنځته سوې اوطالبانودملكي خلكوكورونه دسنګرونوپه توګه كارول چي پدې پېښه كي يوشميرطالبان هم وژل سوي دي.

دپلټونكي پلاوي مشرسناتورشيرمحمدآخندزاده هم وايي چي دملكي مرګ ژوبلي شميره لكه څنګه چي ويل سوي وه په حقيقت كي همغسي نه وه.

دسنګين ولسوالۍ دريګي دسيمي خلك چي پدې پېښه كي يې دكورنۍ غړي دلاسه وركړي هم وايي چي طالبانوددوى له كورونوڅخه پرآيساف ځواكونوډزي وكړې چي وروسته دآيساف په ځوابي بريدكي ښځو،ماشومانواوسړيوته مرګ ژوبله واوښته.

سنګين ته ورغلي پلاوي دشهيدانوكورنيوته  دهيواددجمهوررئيس دخواخوږي دپيغام تروړاندي كولووروسته  ددوه ديرش شهيدانوله كورنيوسره سل سل زره افغانۍ نقدي مرسته هم وكړه.


د دغه خبر لپاره ستاسو رايې

Rated 3.29/5 (65.71%) 7 Votes

 
 

يادونې، نظرونه(0)

    خپل څرگندونې وليکئ

    ::. Please fill all the fields ! ::. Varification code is incorrect Please check carefully ! ::. Invalied email address !

    • ستاسو نوم
    • په گوته کړئ خپل ځاى
    • ستاسو د ايمل پته
    •  
    • يادونې، نظرونه
    • (ستاسو د بریښنا لیک پته به خپره نشي)
    • د لغت تصديقول وليکئ
    • y8e99HQ

    ورځنۍ رايه

    ستاسو په اند، څوک د کندهار قومي مشران وژني او یا یی له هیواد څخه په وتلو ګواښی ؟


    ستاسو په فکر، د کرزي په مشرۍ حکومت به وکولاى شي چې د افغانستان جگړه ختمه او سولې ته لار هواره کړي؟


    اعلانات