سورغر ورځپاڼه
English 
د ژبې بدلول

هالنډي پوځيان نن له افغانستان نه وځي

2010-08-01 , خپرونکی محمود رحمتي

 

 

 د ناټو د غړيتوب د ليست څخه هالنډ لومړنى هيواد شو چې له افغانستان څخه خپل ټول عسکر باسي .

 

د هالنډ هيواد د وروستيو پوځونو وتل به نن (يکشنبه د اګسټ لمړۍ ) بشپړ شي.

په افغانستان کي د هالنډي ځواکونو پر ماموريت په هالنډ کي ډير جنجالونه رامنځ ته شوي و .

تير کال د دوي د ايتلافي حکومت د ړنګيدو وجه همدغه ماموريت و چي له امله يي نوي انتخابات پکي تر سره شول .

 

هالنډ ټول ټال ١٧٠٠ پوځيان په افغانستان کې درلودل چي د اروزګان په ولايت کې يي په زياتو نښتو کې برخه درلوده .

 که څه هم هالنډيانو ته د نورو هيوادونو په پرتله کمه مرګ ژوبله اوښته ، خو د دوى تر ټولو د ياد وړ عسکر د لوى دستريز زوى و چي په اروزګان کې ووژل شو .

د ځينو برتانوي رسنيو په اساس دا لا هم ويل شوي چي طالبانو د دي کار په تر سره کولو ډيره خوښي ښودلي .

 

د ناټو له خوا تر اوس په دي اړه نور وضاحت نه دي ورکول شوي ، خو خپله په اروزګان کې د هالنډي ځواکونو پر ځاى مخکي له مخکي اسټراليايي او امريکايي پوځونو ځاى پرځاى شوي دي .

 

د ناټو د يو شمير هيوادو د مهالويشت پر اساس کاناډا به دوهم هيواد وي چي راتلونکي کال کي به له افغانستان څخه خپل پوځونه باسي .

د يادوني وړ ده چې پولنډ هم اعلان کړى دى ،چې په ٢٠١٢ کال کې به  له افغانستانه خپل سرتيري وباسي .

 

 


د دغه خبر لپاره ستاسو رايې

Rated 3.67/5 (73.33%) 6 Votes

 
 

يادونې، نظرونه(0)

    خپل څرگندونې وليکئ

    ::. Please fill all the fields ! ::. Varification code is incorrect Please check carefully ! ::. Invalied email address !

    • ستاسو نوم
    • په گوته کړئ خپل ځاى
    • ستاسو د ايمل پته
    •  
    • يادونې، نظرونه
    • (ستاسو د بریښنا لیک پته به خپره نشي)
    • د لغت تصديقول وليکئ
    • 4i4lH9y

    ورځنۍ رايه

    ستاسو په اند، څوک د کندهار قومي مشران وژني او یا یی له هیواد څخه په وتلو ګواښی ؟


    ستاسو په فکر، د کرزي په مشرۍ حکومت به وکولاى شي چې د افغانستان جگړه ختمه او سولې ته لار هواره کړي؟


    اعلانات