سورغر ورځپاڼه
English 
د ژبې بدلول

د پراختيايې شورا غړۍ عبدالله د ناڅرګندو وسله والو له خوا ووژل سو او اته تنه ژوندي بيول سوي دي

2010-07-31 , خپرونکی محمد سلطان شریفی

 

 

خبریال: صابر باقی

د کندهار په ارغنداب ولسوالی کی د شپې یو بل قومی مشر ووژل سو او اته تنه ژوندی بیول سوی دی. په افغانستان کی په ټولیزه ټوګه او په کندهار کی په ځانګړې ټوکه د قومی مشرانو وژنه د يو خاص دستور او مافیایی موخی لپاره تر سره کیږي  چی د ۲۰۰۲ کال راهیسی تر ۲۰۰۹ کال تر اخیره پوری یوازی په کندهار کی ۵۲۰ قومی مشران دینی عالیمان او د سر سړی ددولت تر کنټرول لاندی سیمو کښی وژل سوی دی . چی په هغو وژل سوو کسانو کی د کندهار ولایت د هر قوم څخه جلا جلا مخور مشران د یو خاصی موخی لپاره په لاسی لاس ترور سوی دی، چی سورغر ورځپاڼی یی په تیرو ګڼو کی تاسو ته لیست خپور کړي دی.

پداسی حال کی چی د ۲۰۱۰ کال له پیل څخه بیا تر اوسه پووری په شپږو میاشتو کی دننه- دننه تر ۳۵۰  اضافه مخور کسان وژل سوی دی چی ډیرۍ یی د ښارپه منځ کی په رڼا ورځ په ګولیو ترور سوی دی.

 دهمدغه خونړیو پیښو سره - سره نن سهار د کندهار ولايت مقام څخه سورغر ورځپاڼي ته په يوه راليږل سوي خپرپاڼه کې ويل سوي چې د پنج شنبي په ماښام نامعلومو کسانو د ارغنداب ولسوالۍ د پراختيايې شورا غړى عبدالله په ډزو سره وژلى دى.

د خبرپاڼي په حواله چې دغه کس لومړى د منار په سيمه کې د خپل کوره د شپي پر لس بجي ايستل سوى او وروسته وژل سوى دى.

له بلي خوا په خبرپاڼه کې ويل سوي چې تېره ورځ د چهارقلبي په سيمه کې اته تنه ولسي وګړي د ناڅرګندو وسله والو له خوا ژوندي بيول سوي دي او تر دي بريده يې معلومات نسته.

دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کيږي چې په دي ورستيو کې د کندهار په يو شمېر ولسواليو کې دا ډول پېښي زياتي سوي دي او ددي پېښو په اړه تردي مهاله چا څه نه دي ويلي.  لیکین د کندهار ډیر اوسیدونکی اوس پدی پوه سوی دي چی دغه ترورونه دچا او د څه مقصد لپاره تر سره کیږی. که څه هم د کندها په اداره کی د موجودی مافیا لخوا هر وخت دا ترورونه پر وسلوالو طالبانو تپل کیږی.


د دغه خبر لپاره ستاسو رايې

Rated 2.8/5 (56%) 5 Votes

 
 

يادونې، نظرونه(0)

    خپل څرگندونې وليکئ

    ::. Please fill all the fields ! ::. Varification code is incorrect Please check carefully ! ::. Invalied email address !

    • ستاسو نوم
    • په گوته کړئ خپل ځاى
    • ستاسو د ايمل پته
    •  
    • يادونې، نظرونه
    • (ستاسو د بریښنا لیک پته به خپره نشي)
    • د لغت تصديقول وليکئ
    • b7o71

    ورځنۍ رايه

    ستاسو په اند، څوک د کندهار قومي مشران وژني او یا یی له هیواد څخه په وتلو ګواښی ؟


    ستاسو په فکر، د کرزي په مشرۍ حکومت به وکولاى شي چې د افغانستان جگړه ختمه او سولې ته لار هواره کړي؟


    اعلانات