2010-08-01 , خپرونکی محمود رحمتي
په افغانستان کي د سيلونو له امله د وژل شويو کسانو شمير لسګونو ته رسيدلي دى.
دافغانستان له طبعي پيښو سره د مبارزي د دفتر په وينا ښايي د مړيو شمير زيات شي.
دغه دفتر دافغانستان په کاپيسا،ننګرهار،کونړ،لغمان،غزني او پروان کي دتلفاتو زياتيدو ته انديښنه لري.
سيلونو دافغانستان په شمال ختيځ او ختيځ کي په لسګونو کسان وژلي دي او په سل ګونو کورنۍ يي زيانمني کړي ، چارواکي څرګندوي چي د اوښتو زيانونو سربيره ژغورنکي د سلګونو کسانو د ژغورني هڅي کوي .
دافغانستان د طبعي پيښو سره د مبارزي مشر وايي،سيلونو دافغانستان په شمال ختيځ او ختيځ کي لږ تر لږه پنځه شپيته تنه وژلي او تر زرو ډيري کورني يي زيانمني کړي دي .
عبدالمتین ادراک وایي، د ژغورنې یوه ډله چمتو شوې ده چې سیل ځپلې سیمې ته ولاړه شي، خو دا هغه سیمه ده چې سیلونو لارې قطع کړې دي او د مخالفو وسله والو د بریدونو ویره هم شته.
عبدالمتین ادارک فرانس پریس اژانس ته وویل، کوم اطلاعات چې له طبیعي پېښو سره د مبارزې مرکزي دفتر ته له ولایتونو رسیدلې دي څرګندوي چې شاوخوا اویا تنه وژل شوې دي او په لسګونو نور سیلونو ټپیان کړې دي. د عبدالمتین ادارک په وینا تر زرو ډیرې کورنۍ سیلونو ځپلې دي خو احتمالا به د دغو کسانو شمېر زیات شي.
د افغانستان له طبیعي پېښو سره د مبارزې مشر وایي، سیلونو ډیر تلفات تر اوسه په کاپیسا کې اړولې دي په دغه ولایت کې د مړېو شمېر یو دیرش تنو ته رسیږي، له کاپیسا وروسته ننګرهار، لغمان، کونړ، لوګر، غزني او پروان هغه ولایتونه دي چې په کې خلکو ته تلفات اوښتې دي.
د ژغورنې د عملیاتو په اړه ادارک وایي چې د افغانستان او ناټو له هلکوپترو استفاده شوې ده څو اړو کسانو ته دارو درمل او ډوډۍ ورسوي.
ایساف ځواکونو په یوې خبرپاڼه کې ویلې دي چې د افغانستان له هوایي ځواک سره یې په ننګرهار او کونړ کې مرسته کړې ده او تر دوه زره ډیر کسان یې ژغورلې دي.
د ناټو په وینا یو نیم ځای هغو سیمو ته هم دوی الوتنې کړې دي چې هلته مخالف وسله وال شته.
د هوایي ګډ ځواک ویاند ډګرمن پاول بریچ وویل، د دوی هلکوپترې د کونړ د مرکز اسعد اباد په اته کیلومترۍ کې د هغو کسانو د مرستې لپاره الوتنې کړې دي چې په سیل کې ایسار وو، د ډګرمن پاول په وینا دا هغه سیمه ده چې مخکې به هلته مخالفو وسله والو د دوی هلکوپتر په توغندي ویشتل.
د افغان چارواکو په وینا هغه تیز بارانونه چې سیلونه ترې بهیدلې وو اوس دریدلې دي.
له ازادۍ راډيو نه په مننه