سورغر ورځپاڼه
English 
د ژبې بدلول

د وزيرانو ولايتي سفرونه، د دولت د بايللي حيثيت جبران

2010-07-31 , خپرونکی محمود رحمتي

 

 

 


کابل + کندهار - سورغر: ولسمشر کرزي خپلو وزيرانو ته امر کړى چې ولايتونو ته سفرونه وکړي او هلته له نږدې د خلکو له ستونزو ځان خبر کړي. د کار او ټولنيزو چارو وزيرې د ښاغلي کرزي د دغه حکم پر اساس کندهار ته سفر وکړ او خلکو ته يې د کار برابرولو وعده ورکړه.

تر نهه کلنې واکمنۍ وروسته دا لومړى ځل دى چې ښاغلى کرزى د خپلې کابينې وزيران اړ باسي چې له کابله بهر سفر وکړي، ولايتونو ته ولاړ شي او د چارو د سمون او د خلکو د ستونزو د هواري لپاره کار وکړي.

دا د ډېرو په اند، د خلکو د ستونزو په حلولو کې د دولت د پاتې راتلو له امله د دولت حيثيت ته د اوښتي زيان د جبرانولو تازه هڅه بلل کېږي. که څه هم د دغه پروگرام مثبته يا منفي پايله به راتلونکى جوتوي، خو ولايتي چارواکي تمه لري چې دا به د ستونزو په هوارولو کې مرسته وکړي.

تېره اوونۍ (يکشنبه، د زمري درېيمه) د کار او ټولنيزو چارو وزيرې مېرمن آمنې افضلي کندهار ته سفر وکړ، چې د بېکارۍ پر ضد له نويو ژمنو سره مل و. دا د کار او ټولنيزو چارو د وزيرې په توگه کندهار ته د نوموړې لومړنى سفر و. تر دې مخکې کندهار ته د کار او ټولنيزو چارو کوم وزير سفر نه دى کړى.

مېرمن افضلي له دې کبله چې په کندهار کې د وزگارتيا گراف لوړ شوى او د بېکاره کسانو شمېر زيات شوى، د خبريالانو له کلکو پوښتنو سره مخ شوه. نوموړې ته وروسته تر دې چې د بېکارۍ د له منځه وړلو لپاره ترتيب شوى پلان يې واضح کړ، وويل شول چې په تېر کې هم وزيران راغلي، بېلابېلې ژمنې يې کړې، خو کله چې تللې ستونزې همداسې پر خپل حال پاتې شوې او هوارې شوې نه دي.

مېرمن افضلي دا ومنل چې بېکاري زياته ده، په ځانگړي ډول ځوان قشر ته لکه څنگه چې ښايي او يا اړتيا ده، د کار زمينه برابره نه ده. خو نوموړې دا هم وويل چې ولې خلکو ته د کار زمينه برابره نه ده: ((زموږ زيربنا خرابه شوې ده او زموږ ځوان نسل بېکاره دى، لامل يې دا دى چې پر اساسي او لويو پروژو کار نه دى شوى چې خلکو ته د اوږد مهال لپاره د کار زمينه برابره شي.))

مېرمن افضلي وويل چې اوس پر داسې يوه پلان کار کوي چې تمه ده، پر اساس به يې د بېکارۍ پر ضد روانه مبارزه مثبته نتيجه ورکړي. د نوموړې په وينا، د کار او ټولنيزو چارو وزارت په راتلونکي کې کوښښ کوي د خلکو مسلکي وړتيا لوړه کړي، د بېلابېلو مسلکي رشتو په برخه کې روزنه ورکړي او داسې چاپېريال برابر کړي چې د خلکو د پر کار کولو تضمين وکړي.

مېرمن افضلي زياتوي: ((موږ د ١٧٠ مسلکي رشتو لپاره د روزنې د موثرو سټنډرډونو پر جوړولو کار کوو، تر اوسه مو د اويا رشتو لپاره سټنډرډونه جوړ کړي او په راتلونکي کې يې د نورو لپاره هم جوړوو.))

دې هيله وښوده چې د بېکارۍ پر ضد دا نوې تگلاره به اغېزناکه وي او د بېکاري د گراف په راټيټولو کې به مرسته وکړي.

بېکاري چې د زياتو ستونزو او ناخوالو مور بلل کېږي، دا مهال د هېواد په زياتره سيمو په ځانگړي ډول کندهار کې خورا زياته ده. د کارپوهانو په باور، په دې ولايت کې د بېکاري ختمولو هلې ځلې ځکه ډېرې اغېزناکې نه دي چې د چارواکو تکيه تر ډېره پر بهرنيو مرستو ده. په کندهار کې برېښنا هم د ډېرو په اند د بېکاري د رامنځ ته کوونکي عامل په توگه يادېږي. ډېرى باور لري چې که د برېښنا ستونزه هواره شي، تړل شوې فابريکې فعالې او نوې پانگونې ته زمينه برابره شي او دغه راز د مسلکي روزنې پروگرامونه په سمه توگه پلي کړل شي، نو تر ډېره بريده به د بېکارۍ ستونزه هواره شي.

کندهار ته د کار او ټولنيزو چارو د وزيرې سفر هم په دې ولايت کې له پيل شوو عملياتو سره چې افغان او نړيوال ځواکونه يې تر سره کوي، تړاو لري. د همکاري په نامه دا عمليات ظاهراً د دولتي ادارې د فعالولو او د دولتي واکمنۍ د پراختيا په هدف پيل شوي دي. کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا هم له مېرمن افضلي سره په گډه د خبريالانو پوښتنې ځوابولې. نوموړي دا رد کړه چې گواکې بېخې کار نه دى شوى او يا نه کېږي، خو دا يې ومنل چې د بېروکراسۍ له امله ځينې مهال پروگرامونه ځنډول شوي يا ځنډول کېږي.

دا مهال په کندهار کې ليدل کېږي چې ساختماني چارې تر ډېره له گاونډي پاکستانه راغلي کارگر تر سره کوي او افغان کارگر وزگار گرځي. دغه پاکستاني کارگر د کار او ټولنيزو چارو وزارت په موافقه هېواد ته د کار موندلو په نيت داخل شوي دي. يوه خبريال دا اندېښنه هم له مېرمن افضلي سره شريکه کړه. د نوموړې ځواب دا و چې د افغان کارگرو د مسلکي وړتيا کموالي پاکستاني کارگرو ته د کار زمينه برابره کړې او له دوى يې د کار چانس اخيستى دى: ((موږ اولويت افغانانو ته ورکوو او خلک هم که افغان کارگر وړتيا ولري، په کار ورکولو کې لومړيتوب ورکوي، خو ستونزه دا ده چې زموږ د کارگرو مسلکي وړتيا ټيټه ده. زموږ هڅه دا ده چې دا ستونزه هواره کړو.))

 

 

 


د دغه خبر لپاره ستاسو رايې

Rated 3/5 (60%) 3 Votes

 
 

يادونې، نظرونه(0)

    خپل څرگندونې وليکئ

    ::. Please fill all the fields ! ::. Varification code is incorrect Please check carefully ! ::. Invalied email address !

    • ستاسو نوم
    • په گوته کړئ خپل ځاى
    • ستاسو د ايمل پته
    •  
    • يادونې، نظرونه
    • (ستاسو د بریښنا لیک پته به خپره نشي)
    • د لغت تصديقول وليکئ
    • 754PMC

    ورځنۍ رايه

    ستاسو په اند، څوک د کندهار قومي مشران وژني او یا یی له هیواد څخه په وتلو ګواښی ؟


    ستاسو په فکر، د کرزي په مشرۍ حکومت به وکولاى شي چې د افغانستان جگړه ختمه او سولې ته لار هواره کړي؟


    اعلانات