سورغر ورځپاڼه
English 
د ژبې بدلول

د محرمو اسنادو افشا، د گاونډيانو مداخله جوتوي

2010-07-31 , خپرونکی محمود رحمتي

 

 

 


کابل - سورغر: دولتي چارواکي او د سياسي چارو شنونکي د امريکايي ويبپاڼې (ويکي ليکس) له خوا د افشا شوو محرمو معلوماتو دا برخه رښتيا بولي چې پاکستان او ايران د افغانستان په چارو کې مداخله کوي.

ويکي ليکس ويبپاڼې چې د محرمو او پټو ساتل شوو معلوماتو په افشا کولو کې مشهوره ده، تېره اوونۍ تر نيوي زره د زياتو داسې پېښو په اړه معلومات خپاره کړل چې د امريکا او ملاتړو له خوا يې پټ ساتل شوي وو. دا پېښې زياتره د ٢٠٠٦ او ٢٠٠٩ کلونو تر منځ رامنځ ته شوې دي.

په دغو اسنادو کې سربېره پر دې چې د نړيوالو ځواکونو له خوا د پېښو په اړه ورکول شوي معلومات ناسم ښودل شوي، داسې اسناد هم ښودل شوي چې ښيي د افغانستان دوه گاونډي هېوادونه (پاکستان او ايران) د افغانستان په چارو کې مداخله کوي او د دولت او نړيوالو ځواکونو پر ضد جنگېدونکو جنگياليو ته روزنه او وسلې ورکوي.

د ويکي ليکس دغه اسناد په نړيواله کچه له غبرګونونو سره مخ شوي دي. د امريکا ولسمشر باراک اوباما د اسنادو افشا کولو ته غبرگون کې وويل، په دغو اسنادو کې داسې څه نه تر سترګو کېږي چې له خلکو دې پټ ساتل شوي وي. نوموړي دا هم وويل چې دا واقعات زياتره د افغانستان لپاره د امريکا تر اوسنۍ ستراتيژۍ مخکې رامنځ ته شوې دي.

د ايران ولسمشر محمود احمدي نژاد دا اسناد له واقعيته ليرې وبلل او زياته يې کړه چې ايران د طالبانو ملاتړ نه کوي. نوموړي د افغانستان په چارو کې د خپل هېواد هر ډول لاسوهنه رد کړه. د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري هم دغه اسنادو ته غبرگون کې وويل چې دا د پاکستان د استخباراتي ادارې د بدنامولو هڅه ده او هېڅ ډول اساس نه لري. د پاکستان لومړي وزير سيد يوسف رضا گيلاني هم په دغو اسنادو کې د افغانستان په چارو کې د پاکستان د مداخلې په اړه راوړل شوي ټکي رد کړي دي.

د ښاغلي کرزي ادارې بيا د نورو غبرگونونو خلاف دغو اسنادو ته مثبت غبرگون ښودلى او هغه يې پر حقايقو بنا بللي دي. د ښاغلي کرزي اداره وايي، دغو اسنادو وښوده چې د تروريزم په وړاندې د مبارزې اصلي اړتيا چېرې ده. افغان اداره تل نارې وهي چې د تروريزم اصلي سرچينه بايد په نښه کړل شي او دا سرچينه په افغانستان کې نه ده، خو نړيوالو يې نارو ته ځانگړې پاملرنه نه ده کړې.

د ملي امنيت په چارو کې د ولسمشر کرزي سلاکار او د بهرنيو چارو پخواني وزير ډاکټر رنگين دادفر سپنتا وويل چې د ويکي ليکس اسناد د دې تصديق کوي د تروريزم د اصلي ځالو په اړه د دوى څرگندونې سمې وې. ښاغلي سپنتا وويل، تر هغو چې د تروريزم اصلي سرچينې په نښه نه کړل شي، د تروريزم په وړاندې روانه مبارزه گټه نه لري. نوموړي وويل چې په تېر کې هم د تروريزم پر ضد مبارزه ناکامه وه او لامل يې هم دا و چې د افغانستان او نړۍ د امنيت اصلي گواښونکي ټکي له پامه غورځول شوي دي.

سياسي شنونکي هم د ښاغلي سپنتا څرگندونې چې وايي، پاکستان او ايران د افغانستان په چارو کې مداخله کوي، يو واقعيت بولي. د شنونکو په باور، نړيوال چې په راس کې يې امريکا ده، له تروريزم سره د مبارزې په نامه راغلي، خو اړينه مبارزه يې نه ده کړې.

د سياسي چارو شنونکى او د ولسي جرگې غړى نادر خان کټوازى وايي، باور لري چې د تروريزم اصلي ريښې د افغانستان په کليو او بانډو کې چې دا مهال پکې د تروريزم پر ضد جگړه روانه ده، نه دي. د ښاغلي کټوازي په اند، د ويکي ليکس اسناد دا په ډاگه کوي چې ايران او پاکستان د افغانستان په چارو کې مداخله کوي او همدا مداخله دلته د جگړې دوام ته لار پرانيزي. نوموړي ايران او پاکستان تورن کړل چې په بېلابېلو عرصو کې د افغانستان په چارو کې مداخله کوي او دا مداخله يې له چا پټه نه ده.

کټوازي پر نړيوالو هم تور ولگاوه چې د تلپاتې سولې خنډ گرځي. نوموړي د بېلگې په ډول په دې وروستيو کې د يو شمېر طالب قوماندانانو نومونه په تور ليست کې شاملول ياد کړل چې د ده په ټکو، د سولې لپاره د پيل شوې پروسې خنډ گرځي. ښاغلي کټوازي د ويکي ليکس له خوا خپاره شوي اسناد د ولسمشر کرزي د حکومت لپاره يو ښه چانس وباله، خو په دې شرط چې گټه ځنې پورته کړي: ((دا د کرزي د ادارې لپاره ښه چانس دى چې پر امريکا فشار راوړي چې د تروريزم د تمويل او روزنې اصلي منابع په نښه کړي، دا له ډېره وخته زموږ غوښتنه ده.))

په تېرو څو کلونو کې دا لومړى ځل دى چې په افغانستان کې د مېشتو نړيوالو ځواکونو له ځينو اسرارو پرده پورته کېږي. دغه راز د ويکي ليکس اسناد په لومړي ځل داسې اسناد خپاره کړل چې د افغانستان په چارو کې د پاکستان د استخباراتي ادارې ښکېلتيا ښيي. دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان او افغانستان د بهرنيو چارو وزيرانو د کابل نړيوال کنفرانس ژمنه وکړه چې هېوادونه به يې د افغانستان د ستونزې په هواري کې مرسته وکړي.

  

 


د دغه خبر لپاره ستاسو رايې

Rated 2.25/5 (45%) 4 Votes

 
 

يادونې، نظرونه(0)

    خپل څرگندونې وليکئ

    ::. Please fill all the fields ! ::. Varification code is incorrect Please check carefully ! ::. Invalied email address !

    • ستاسو نوم
    • په گوته کړئ خپل ځاى
    • ستاسو د ايمل پته
    •  
    • يادونې، نظرونه
    • (ستاسو د بریښنا لیک پته به خپره نشي)
    • د لغت تصديقول وليکئ
    • 84letP

    ورځنۍ رايه

    ستاسو په اند، څوک د کندهار قومي مشران وژني او یا یی له هیواد څخه په وتلو ګواښی ؟


    ستاسو په فکر، د کرزي په مشرۍ حکومت به وکولاى شي چې د افغانستان جگړه ختمه او سولې ته لار هواره کړي؟


    اعلانات