2010-08-01 , خپرونکی سلیمان شاه دراني

دهلمندولايت دستراتيژك پلان په هكله يوورځني وركشاپ دولايت دمقام دغونډوپه تالاركي پداسي حال كي پيل سووچي دولايت دمقام داجرائيه رئيس ترڅنګ دځينونورودولتي ادارورئيسانواودپي ار ټي استازوهم ګډون درلود.
دهلمندولايت دستراتيژك پلان هلكه يوورځني وركشاپ دولايت دمقام دغونډوپه تالاركي پداسي حال كي پيل سوچي دولايت دمقام اجرائيه رئيس عبدالرحمن طارق ، دولايت دمقام دحكومتداري دچارو سلاكاروحيدالله اولفت ، دبيلابيلورياستونومسئولينواودپي ارټي استازوهم ګډون درلود.
ددي وركشاپ موخه په هلمندولايت كي دټولورياستونودلاښه پرمختګ اوددوي دكارونوپه ښه توګه دمركزترڅنګ په ټولوولسواليوكي ترسره كول ښودل سوى وو.
پدي وركشاپ كي دټولورياستونودكارونودارزوني ترڅنګ ددي رياستونودضرفيت پرلوړه ولوهم خبري ترسره سوي ترڅويادمسئولين وكولايي سي چي خپل اړوندكارونه په ښه توګه پرمخ بوزي اوستونزوته دحل كولولپاره يي جدي ګامونه پورته سي.
دولايت دمقام اجرائيه رئس عبدالرحمن طارق اودولايت دمقام دحكومتداري دچاروسلاكاروحيدالله اولفت ، په وارسره وويل چي موږبه ددي وركشاپ په جوړولوسره وكولاي سوترڅوهغه ستونزي چي ديادورياستونوپروړاندي پرتي وي هغه ته حل لارپيدا اودستونزولپاره دحل كولوپرلاروچارويي يولړكوټل ګامونه پورته كوو.
اجرائيه رئيس عبدالرحمن طارق داوركشاپ داهميت دله نظره ښه وباله اودټولوګډون كونكوڅخه يي وغوښتل ترڅوددي وركشاپ څخه ډيرڅه لاسته راوړي اوخپل مربوطه رياست پوري تړلي ستونزي حل كړي.
دولايت دمقام مرستيال عبدالستارميرزكوال دوركشاپ دپايه ته درسيدوپه منظورددي وركشاپ ګډونوالوته دخپلوخبروپرمهال وويل چي پلان جوړه ول ديوي اداري لپاره اړين دي، ترڅو مسئولين وكولاي سي خپل موخي ته په اساني سره ورسيږئ اودخپلووطنوالولپاره دخدمت كولوجوګه وګرځي.
ښاغلي ميرزكوال زياته كړه چي دداسي وركشاپوپه جوړه ولوسره موږكولايي سوټولوناخوالوته دپاي ټكي كښيږدو،
كليپ : ميرزكوال
وروسته يادوركشاپ پروه ګروپونووويشل سوچي هرګروپ به په خپلوكي هررياست دخپلوكارونودلاسته راوړنوپه هكله د يوبل سره خپلي تجربي شريكي كړي اودستونزولپاره به يي دحل لاري چاري و لټوي.