2010-07-31 , خپرونکی محمد سلطان شریفی
خبریال: بشیر شرر
د زابل د والي وياند محمد جان رسوليار سورغر ورځپاڼي ته وويل چې تېره شپه افغان او بهرنيو سرتېرو ددي ولايت په نوبهار ولسوالۍ کې چاڼيز عمليات تر سره کړي دي.
دده په خبره چې په دي عملياتو کې يو تن طالپ قومندان وژل سوى او د ځانمرګو بريدونو اته واسکټونه نيول سوي دي.
نوموړى زياتوي چې په دي عملياتو کې د يو شمېر وسلو او مهماتو زيرمتون هم نيولى دى.
ددي پېښي په اړي تر دي مهاله چا څه نه دي ويلي.