سورغر ورځپاڼه
English 
د ژبې بدلول

د ايران پوله ساتونکيو دوه افغان کډوال ووژل

2010-07-31 , خپرونکی محمد سلطان شریفی

 

 

زرنج

 

د ايران  د سرحدي پوليسو په ډزو کې د پنځو افغان کډوالو له ډلې، دوه تنه ووژل شول او درې نور ټپيان دي.

 

د نيمروز د امنيه قوماندانۍ جنايي امر سمونوال عبدالله شېرزي، د ايران د سرحدي ځواکونو له لوري د دوو افغانانو وژل او د درېېو نورو ټپي کېدل تاييد کړل.

 

هغه وويل، چې دغه پېښه پرون له ايران سره په ګډه پوله د حاجي جان په تهنه سيمه کې رامنځ ته شوه.

 

 د هغه په وينا، ياد کسان په قاچاقى توګه ايران ته د کار کولو لپاره روان وو، چې د ايران د سرحدي ځواکونو له خوا تر بريد لاندې راغلل.

 

د هغه د څرګندونو له مخې، د پېښې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي دي.

 

د نيمروز د ولايتي روغتون يوه ډاکتر شکرالله، ددغې پېښې د ټپيانو روغتيايي حالت ښه وباله.

 

هغه وويل، چې ټپيان له درملنې وروسته له روغتون څخه رخصت شول.

 

په دغې پېښه کې ټپې کډوال جمعه دين وويل، چې له فارياب څخه له خپلو څلورو ملګرو سره ايران ته د کار لپاره روان و.

 

هغه زياته کړه، همدا چې له پولې واوښتل، د ايراني ځواکونو له خوا د ډزو تر لاندې راغلل، چې په پايله کې يې دوه ملګري ووژل شول او دده په ګډون درې تنه ټپيان شول.

 

تېره اونۍ هم، د ايران د سرحدي ځواکونو له لوري د سرپل ولايت درې اوسېدونکي ووژل شول او درې نور يې ټپيان شول.


د دغه خبر لپاره ستاسو رايې

Rated 2.25/5 (45%) 4 Votes

 
 

يادونې، نظرونه(0)

    خپل څرگندونې وليکئ

    ::. Please fill all the fields ! ::. Varification code is incorrect Please check carefully ! ::. Invalied email address !

    • ستاسو نوم
    • په گوته کړئ خپل ځاى
    • ستاسو د ايمل پته
    •  
    • يادونې، نظرونه
    • (ستاسو د بریښنا لیک پته به خپره نشي)
    • د لغت تصديقول وليکئ
    • 05FHMw0

    ورځنۍ رايه

    ستاسو په اند، څوک د کندهار قومي مشران وژني او یا یی له هیواد څخه په وتلو ګواښی ؟


    ستاسو په فکر، د کرزي په مشرۍ حکومت به وکولاى شي چې د افغانستان جگړه ختمه او سولې ته لار هواره کړي؟


    اعلانات