سورغر ورځپاڼه
English 
د ژبې بدلول

دامنيت شورا يو غړی امريکايانو نيولی دی

2010-07-31 , خپرونکی محمد سلطان شریفی

 

 

خبریال: جلال

 

يوې باوري سرچيې روهي ويب پاڼې ته خبر ورکړی ، چې څو ورځې وړاندې دامنيت شورا دمرستيال انجينير ابراهيم سپين زاده باوري تن او د روسيې چارو مسوول ضياء صالحي پر کور امريکايي سرتېرو چاپه وهلې ده او نوموړی ېې داسې مهال له کوره له ځان سره روان کړی دی ،چې يوه ورځ وړاندې ېې د زوی واده و او ميلمانه ېې په کور کې دېره وو .


کله ،چې ولسمشر له دې پېښې خبر شو ، دسرچينې په وينا ډېر زيات په غوسه شو او سمدلاسه ېې له امريکايي چارواکو سره اړيکې ونيولې ،او د نيولو د ﻻملونو پوښتنه يې وکړه .


امريکايي چارواکو ورته په ځواب کې وويل : ښاغلي ضياء صالحي دکورنيو چارو دپخواني وزير حنیف اتمر سره په ګډه دفساد دمخنيوي په موخه يوه داسې اداره جوړه کړې وه او بيا ېې خپله دټيلفون له لارې ځينو کسانو ته سپارښتنه کړې وه ،چې هغه پلاني ته دلس زره ډالرو په اندازه کرولا واخله او هغه بل ته دومره موږ دده دټيلفوني خبرو له لارې کشف کړه چې ښاغلي صالحي په فساد کې ښکيل دی .


دباوري سرچينو د مالوماتو له مخې په دې مورد کې به دښاغلي صالحي په فساد کې دښکېلتيا خبره دومره مهمه نه وي لکه څومره ،چې په امنيت شورا کې د روسيې چارو دمسوول په توګه دده دنده مهمه ده .


له دې پېښې وروسته ولسمشر فرمان لاسليک کړی دی ، چې دهغو ځآنګړو ادارو دکار او طرزالعمل په اړه له سره پلټنې وکړي .
دلته يو څو پوښتنې مهمې دي :


دکورنيو چارو وزارت په چوکاټ کې دښاغلي اتمر او امريکايانو په موافقه اداره رامنځته کيږي ولسمشر او امنيت شورا پرې نه خبريږي .


بله امريکايان اوس دومره په خلاص مټ دامنيت شورا دروسيې چارو دمسوول پر کور چاپه وهي دافغانستان دنافذه قانون له مخې دا ډول کارونه دافغانستان دلوی څارنوالۍ دنده ده نه په افغانستان کې دمېشتو بهرنيو سرتېرو . راتلونکې به ډېر څه روښانه کړي ، خو اوسمهال ښاغلي صالحي دولسمشر له سپارښتنې سره سره له امريکايانو ځواکونو بندي دی .


د پاملرنې وړ ده ، چې امريکايان په افغانستان کې د ټولو لوړ پوړو او نورو شکمنو کسانو تيلفونونه څاري .

سرچینه روهی


د دغه خبر لپاره ستاسو رايې

Rated 2/5 (40%) 3 Votes

 
 

يادونې، نظرونه(0)

    خپل څرگندونې وليکئ

    ::. Please fill all the fields ! ::. Varification code is incorrect Please check carefully ! ::. Invalied email address !

    • ستاسو نوم
    • په گوته کړئ خپل ځاى
    • ستاسو د ايمل پته
    •  
    • يادونې، نظرونه
    • (ستاسو د بریښنا لیک پته به خپره نشي)
    • د لغت تصديقول وليکئ
    • AUoQRew

    ورځنۍ رايه

    ستاسو په اند، څوک د کندهار قومي مشران وژني او یا یی له هیواد څخه په وتلو ګواښی ؟


    ستاسو په فکر، د کرزي په مشرۍ حکومت به وکولاى شي چې د افغانستان جگړه ختمه او سولې ته لار هواره کړي؟


    اعلانات