2010-07-31 , خپرونکی سلبمان شاه درانی
خبریال: بشیرشرر
د کندهار ولايت مقام څخه سورغر ورځپاڼي ته په يوه راليږل سوي خبرپاڼه کې ويل سوي چې تېره ورځ ماپښين د کندهار د پنجوايې ولسوالۍ د صلاوات په سيمه کې د ملي اردو،بهرنيو سرتېرو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته سوي ده.
د خپرپاڼي په حواله چې په دي جګړه کې څلور تنه وسله وال طالبان وژل سوي دي او ګډو ځواکونو ته کومه مرګ ژوبله نه د اوښتې.
خبرپاڼه ليکي چې پېښه هله رامنځته سوه کله چې د ګډو ځواکونو پر پلي ګزمه باندي وسله والو طالبانو حمله وکړه.
ددي نښتې په اړه تر دي بريده چا څه نه دي ويلي.