2010-07-31 , خپرونکی سلبمان شاه درانی
خبریال: بشیرشرر
د زابل د والي وياند محمد جان رسوليار سورغر ورځپاڼي ته وويل چې نن سهار شاوخوا اووه نيمي بجي د مرکز کلايت اړونده د مسکين اباد په سيمه کې يوه ترافيکي پېښه رامنځته سوي ده.
دده په خبره چې په دي ترافيکي پېښه کې يو تن وژل سوى او نهه ويشت تنه نور يې ژوبل سوي دي.
نوموړى زياتوي چې له کندهاره پلازميني کابل ته تلونکى د احمد شاه ابدالي درې سوه درې موټر په تراکتور کې نښتى او په پايله کې ياده مرګ ژوبله واوښته.
د رسوليار د څرګندونو له مخي چې ژوپل کسان د مرکز کلات روغتون ته ليږدول سوي دي او روغتيايې حالت يې د ډاډ وړ دى.
دا پېښي په داسې حال کې کيږي چې څو ورځي مخکي د کندهار په دامان ولسوالۍ کې يو درې سوه درې موټر له سړک څخه اوښتى و او په پايله کې يې دوويشت تنه وژل سوي وه او اوويشت تنه نور يې ژوبل سوي دي.