2010-07-30 , خپرونکی محمد سلطان شریفی

خبریال: بشیر شرر
په هېواد کې د ايساف ځواکونو له مطبوعاتي دفتر څخه په يوه خپره سوي خبرپاڼه کې ويل سوي چې د هلمند ولايت په سنګين ولسوالۍ کې ددوى پر سرتېرو ځانمرګى بريد تر سره سوى دى.
د خبرپاڼي په حواله چې په دې ځانمرګي بريد کې دوه بهرني سرتېري ژوبل سوي دي.
له بلي خوا طالب وياند قاري يوسف احمدي ادعا کوي چې دغه ځانمرګى بريد ددوى د يوه ملګري له خوا تر سره سوى دى او په ترڅ کې يې يولس بهرني سرتېري وژلي دي.
احمدي زياتوي چې دغه حمله د يو اتيا کلن سپين ږيري له خوا تر سره سوي ده.
ديادوني وړده چې له دي مخکي هم په همدي ولسوالۍ کې پر بهرنيو سرتېرو ځانمرګى بريد تر سره سوى و.