سورغر ورځپاڼه
English 
د ژبې بدلول

دسرحدونو او قبايلو چارو په رياست كي په هلمند كي دميشتو قومونو دپيوستون او يووالي غونډه جوړه سوه.

2010-07-30 , خپرونکی محمد سلطان شریفی

 

 

خبریال: حمدالله همدرد

 

دسرحدونو اوقبايلو چارو رياست په تالار كي په دې ولايت كي دميشتوقومونو ديووالي نوبتي غونډه ديادرياست دريس محمد قاسم نورزي ترمشري لاندي جوړه سوه .

 

ښاغلي نورزي دغونډي برخوالو ته دخپلو خبرو پرمهال دبيات بنياد لخوا څخه په دي ولايت كي دموراوماشوم په نوم دپنځوس بيستريزه روغتون دجوړيدوپه اړه وويل : داپروژه ډيره داهميت وړ ده.

 

ده ددولت لخوا دهغه جوړسوي كميسيون چي دولتي ځمكي دغاصبينودمنګولو څخه خلاصوي ملاتړ وكړ ده زياته كړه چي يوشمير زورواكو كسانو په لس جريبه دولتي ځمكه ديوال راګرځولي او غصب كړي وي. چي كميسيون دنده لري ترڅو ددغسي خلكو ديوالونه چپه او ځمكي دغصب څخه خلاصي كړي .

 

ښاغلي نورزي  دهلمند والي څخه خوښي وښوده چي ددي ولايت زياتو بي سرپناه خلكو ته يي دښاروالي دماستر پلان سره سم رهايشي نمري ويشلي   ترڅو قومي مشرانو دښاغلي نورزي دخبرو په تائيد سره وويل چي په خپل ټول توان سره به ددولت سره همكاري كوي او هيڅ چاه ته به اجازه ورنكړي چي په سيمه كي يي ناامني رامنځته كړي.


د دغه خبر لپاره ستاسو رايې

Rated 2.33/5 (46.67%) 3 Votes

 
 

يادونې، نظرونه(0)

    خپل څرگندونې وليکئ

    ::. Please fill all the fields ! ::. Varification code is incorrect Please check carefully ! ::. Invalied email address !

    • ستاسو نوم
    • په گوته کړئ خپل ځاى
    • ستاسو د ايمل پته
    •  
    • يادونې، نظرونه
    • (ستاسو د بریښنا لیک پته به خپره نشي)
    • د لغت تصديقول وليکئ
    • nel1AJ

    ورځنۍ رايه

    ستاسو په اند، څوک د کندهار قومي مشران وژني او یا یی له هیواد څخه په وتلو ګواښی ؟


    ستاسو په فکر، د کرزي په مشرۍ حکومت به وکولاى شي چې د افغانستان جگړه ختمه او سولې ته لار هواره کړي؟


    اعلانات